افغانستان

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ راکټي بريدونه کړي

نن ټکی اسيا: د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د پاکستان پوځ يو ځل بيا پر کونړ ولايت راکټي بريدونه کړي دي.

د کونړ امنيه قومندان عبدالحسيب سيد خيلي وايي، چې پاکستاني پوځيانو بيګا ماخستن څخه تر سهاره د کونړ په دانګام ولسوالۍ پنځلس راکټي بريدونه کړي دي.

سيدخيلي وايي، چې د نوموړو بريدونو له امله ځاني زيان نه دی اوښتی، مګر ولسي وګړو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
سيدخيلي د مالي زيانونه اندازه ونه ښوده.

پاکستان له ډېرې مودې راهيسې د ډيورينډ کرښې هاغاړې د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه کوي او تر اوسه يې ګڼو ولسي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څو ځل له پاکستانه غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر خاوره خپل راکټي بريدونه ودروي، مګر د افغان چارواکو هڅې تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

پاکستان پر افغان حکومت د فشار لپاره دا بريدونه کوي

د افغانستان او سيمې د چارو وتلي کاپوه رحيم الله يوسفزي وړمه ورځ نن ټکی اسيا سره د يوې ځانګړې مرکې په تر څ کې و ويل، چې پاکستان دا بريدونه د هغو حملو په غبرګون کې کوي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو کيږي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، چې د پاکستاني پوځيانو دا کړنه مناسبه نه ده؛ ځکه پاکستاني طالبان، چې پر پاکستاني پوځيانو له کومه ځايه بريد وکړي، نو هغوی خو پر هماغه ځای نه پاتې کيږي او د پاکستان په راکټي بريدونو کې عامو خلکو ته زيان اوړي.

يوسفزي زياته کړه، د ده په ګومان، پاکستان دا بريدونه پر افغان حکومت د فشار لپاره کوي، تر څو کونړ او شاوخوا سيمو کې د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x