لیکنېنظــر

د افغانستان په خاوره کې مذاکره

عبدالستار سعادت

په خپله خاوره کې مذاکرات د ټولو هیله ده؛ مګر حالات زمونږ دې آرزو سره پُخلا نه دي. ځکه، کېدای شي مذاکره د دولت یا طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې وشي؛ مګر که په دې جریان کې د مذاکرې په بهیر برید وشو، یو لوری به یې پر بل لوري اړوي.

امن د مذاکرې محل لپاره شرط دی او نړیوال نظارت هم. که دا تریخ واقعیت ومنو چې افغانانو د ډېرې زمانې راهیسې د خپلو لانجو د حل اهلیت بایللی، وضعیت سره به مو واقعي چلند کړی وي.

همداسې په کور دننه مذاکرات د حکومت د ناسیونالېستي غیرت او احساس ښکارندوی نه دی، بلکې دوی تمه لري چې دلته به روان بهیر آسانه سبوتاژ کړي. د بُن د کنفرانس د دایرېدو پر مهال استاد رباني کټ مټ همداسې موقف درلود، هغه په کابل کې د یاد کنفرانس دایرېدل غوښتل.

د امریکې د وخت ولسمشر (جورج ډبلیو بوش) رباني ته درې ځله ټېلیفون وکړ، خو هغه ونه منل.
تر دې چې خپل نږدې ‘درې’ یارانو یې تهدید کړ.

نو مونږ ته مڼه [سوله] په کار ده، که هغه له ولې وي یا د مڼې د ونې… قطر، ناروې، ترکیه، اندونیزیا او یا بل هر هېواد چې وي، دوی دې سره جوړ شي او زمونږ وینه دې نه توئېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وایی بی عقل هغه دۍ چه پریوه ډبره دوه واره نوک وهی په کمونسټانومنافقوباورکول داشرفغنی وه وعدوته توجه وکۍ اوهم دکندهاردایجنیرظریف دولایت وخت درپیادکۍ چه دنجونودمکتبوڅخه به یی کوچنۍ معصومی نجونی روسی مشاورینوته دفحاشۍ دپاره وړلی نوخلک له دی ظلموغروته وختل ټول یی دقرآنکریم په وعدورا کښته کړل اوټول یی شهیدان کړل داانسانان ندی درنده ګان دی په وعدویی باورنسته ددوی په لاس کی تیاری دی دمجاهدینو سره تیاری نسته.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx