افغانستان

د غور د ولایتي شورا مرستیال وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت د ولایتي شورا د مرستیال پر موټر د چسپکي ماین چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

سیمه ییز چارواکي وایي، نن له غرمې وروسته د غور په مرکز «فیروز کوه» ښار کې د ولایتي شورا د مرستیال «عبدالرحمن عطشان» پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له امله یې عطشان وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.

د چارواکو په خبره، چاودنه د ولایتي شورا ودانۍ ته په لنډه فاصله کې شوې او ټپي شوی کس هم د ولایتي شورا غړی دی.

Image

Image

Image

که څه هم تر دې دمه د عطشان  دوژل کېدو مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې د چسپکي ماین چاودنو زور اخیستی چې له امله د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ګڼ دولتي منسوبین وژل شوي.

همدا نن په پلازمېنه کابل کې د چسپکي ماین چاودنې د کابل د والي مرستیال او د هغه سکرتر وژلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx