نړۍ

د امريکا ټاکنیزو کالجونو جوبايډن ګټونکی اعلان کړ او جمهوري پلوو د خپل نوماند ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا ټاکنیزو کالجونو بالاخره د ۳م نومبر ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اعلانولو د ډيموکراټانو نوماند جوبايډن ګټونکی اعلان کړ او جمهوري پلوو د خپل نوماند ډونلډ ټرمپ ماتې ومنله.

د امريکا ۵۳۸ ټاکنيزو کالجونو استازو د خپلو رايو اچوونکو له لوري د ورکړل شوي بارو له مخې د ډيموکراټانو نوماند جوبايډن ته ۳۰۶ او د هغه جمهوري پلوه سيال ډونلډ ټرمپ ته ۲۳۲ رايې ورکړې او جوبايډن يې په رسمي ډول ګټونکی اعلان کړ.

د راتلونکي جنوري په شلمه به جوبايډن او د هغه مرستياله کمالا هيريس لوړه کوي، خو تر دې وړاندې د جنوري په ۶مه به د مرستيال ولسمشر مايک پينس په مشرۍ د کانګريس په ځانګړې ناسته کې د ټاکنيزو کالجونو د رايو مهرلاک مات شي او د کانګريس دواړه جرګې به يې وشمېري.

د ټاکنيزو کالجونو له اعلان وروسته جوبايډن د امريکا ولس ته په وينا کې پر خپل جمهوري پلوه سيال ډونلډ ټرمپ غږ وکړ، چې «پر ډيموکراسۍ بې ساري بريدونه» پای ته ورسي.

د بايډن په وينا په امريکا کې سياستوال اقتدار ته په خپله نه ځي، بلکې ولس يې واک ته رسوي. په دې هېواد کې د جمهوريت ډيوه له ډېر پخوا بله ده، اوس هېڅ نه کيږي، نه يې وبا وژلی شي او نه د واک ناسمه کارونه.

ټرمپ د لوی څارنوال بل بار د ګوښه کولو اعلان کړی او زياته کړې يې ده، چې نوموړي د ۲۰۲۰ ټاکنو د درغليو په اړه د ده د ادعاوو تصديق نه دی کړی.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ کې د بل بار د استعفا يوه کاپي هم خپره کړې او ويلي يې دي، چې نوموړی به د کرسمس اختر رخصتۍ له خپلې کورنۍ سره تېرې کړي.

ډونلډ ټرمپ په عامه توګه د سياسي پرمختګونو په اړه ژر غبرګون ښيی، خو د ټاکنيزو کالجونو د اعلان په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو په مشرانو جرګه کې د جمهوري پلوو استازو د خپل نوماند ماتې منلې ده.

د جمهوري پلوو د سناتورانو ډلې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ځينې وخت سړی له ماتې سره مخ کيږي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې دوی د جوبايډن بريا ومني، خو د هغه پر خلاف يې د قانوني دعوو شونتیا رد نه کړه.

تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ ويلي و، که ټاکنیز کالجونه په رسمي ډول جوبايډن ګټونکی اعلان کړي، دی به ورته خپل دفتر پرېږدي.

د امريکا سترې محکمې هم وړمه ورځ د ټاکنیزو درغليو په اړه د ټرمپ دعوه رد کړې وه، خو نوموړي ويلي، چې اصلي مبارزه يې اوس پيليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx