افغانستان

صالح: پر موټر سیکلونو جوړه سپرېدونکي ۹۰ سلنه کسان ترهګر دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» ادعا لري، چې په کابل کې پر موټر سیکلونو جوړه سپرېدونکي نوي سلنه کسان ترهګر دي.

صالح چې د غني په امر یې د لومړي معاونیت تر څنګ له فساد سره د مبارزې او د کابل د امنیت د سمبالولو چارې هم په غاړه اخیستې دي؛ پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي، چې دده څېړنې ښيي په کابل کې هغه کسان چې پر موټرسیکلونو جوړه ګرځي؛ نوي سلنه یې له ترهګرو سره اړیکې لري.

د نوموړي په خبره، پولیسو ته امر شوی، چې بې اسناده موټرسیکلونه ضبط کړي او هغه موټرسیکلونو ته چې دوه نفره ورباندې سپاره وي؛ د یوه ترهګریز تهدید په نظر وګوري.

صالح داسې مهال پر موټرسیکلونو جوړه ناستو کسانو ته د ترهګرو په نظر ګوري، چې په کابل کې د دولتي منسوبینو ترور زور اخیستی او هره اوونۍ ګڼ دولتي منسوبین او چارواکي په چاودنو او غلچکي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

همدا نن سهار په کابل کې د یاد ولایت د والي مرستیال له خپل سکرتر سره یو ځای د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو او موټر یې تخریب شو.

صالح د ښاري جګړې د مخنیوي او په کابل کې د جنایي جرمونو د مخنیوي تر نامه لاندې هر سهار امنیتي ناسته جوړوي؛ خو وروستۍ پېښې ښيي چې یادو ناستو د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

NaSalih is 100% correct. That means 90% of the Afghan population is Muslim and Talib Mujahid

I believed that the Afghans were 100% Talibs and I am sure that is correct but NaSalih is always reading that number very low

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx