شعـــــرونه

په ګل بدن د پرهارونو امیل/هلال مهاجر

هلال مهاجر

جهاد له جُهد او سختیو مراد
له نیزو غشو او مرمـیو مراد
جهاد سپیڅلی اوحسینه لاره
جهاد د پاک رسول شرینه لاره
جهاد کې وړې به دزخمونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امیل

جهاد پوښلی تکلیفونو باندې
پکې به رنګا رنګ غمونه ګالې
په شبګیرو او په دردونوکې به
ګرانه ستړیا اوږده مزلونه ګالې
پکې رادرومې دیارانو هجران
هم به زندان هم هجراتونه ګالې
دزولنو او ځنځیرونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امېل

جهاد دپاک رسول الله تګ لاره
چې په اخلاص او صفا نیت دی اباد
جهاد مسیر دی دصدیق او عمر
په صداقت او عدالت دی اباد
دي د رازونو او اسرارو ساتل
ټول په تقوا او اطاعت دی اباد
دلته زغمل دي د دردونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امېل

جهاد اُمت مسلمه ته ګوره
یواځنۍ دنیکمرعۍ لاره ده
د امن سولې او حُریت لپاره
صفا جهاد دنیک پالۍ لاره ده
وي غلامان به تر نسلونو پوري
ترک چې هر چا د ازادۍ لاره ده
صافه جهاد دګلابونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امېل

جهاد له ځان ځینې بارود تاوه ول
جهاد په خاورو او په کاڼو کې خوب
غواړي د مستو ګل ځوانیو ذکات
جهاد دغرونو په ماماڼو کې خوب
دقربانۍ او دایثار میدان کې
پاس په ازغیو او په پاڼو کې خوب
جهاد دی ټول دتکلیفونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امېل

جهاد د دې اُمت ابرو او عزت
جهاد دی تل دسرکشیو علاج
دهر مفسد او هر جابر په وړاندې
جهاد دټولو بدبــختيو علاج
جهاد دی نن صبا تور تم دور کې
بللی کیږي دتورګـمیو علاج
غواړي دا لار دکړاونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امېل

جهاد خپل سر پاس په تالی کې نیول
په وسائلو او په زغرو نشي
په زنده باد او مرده باد ګرانه ده
په تشو خولو او په خبرو نشي
غــواړي “هلاله” ښه سپیڅلی  ایمان
جهاد په ایټم په لښکرو نشي
شته د بارودو د دودونو امېل
په ګل بدن دپرهارونو امېل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx