افغانستانسولې اړوند خبرونه

مصالحې عالي شورا: د مذاکراتو ځای مشخص کول د مرکچي ډلو صلاحیت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې حکومت هیواد ته د سولې او مذاکراتي پروسې د رالېږدولو وړاندیز مطرح کړی؛ د پخلاینې عالي شورا وایي، د خبرو د ځای مشخص کول د مذاکراتي ډلو له صلاحیتونو څخه دی.

څو ورځې وړاندې د حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وویل، چې د مذاکراتو پاتې پړاوونه باید د هیواد دننه ترسره شي؛ ځکه دده په خبره، هغه خبرې چې له هیواد د باندې ترسره کېږي افغاني ګټې تامینولای نشي.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» هم د نوموړي وړاندیز تایید کړ او ټینګار یې وکړ، چې د خبرو دوهم پړاو باید هیواد ته را انتقال شي؛ او د «مفشنو» هوټلونو په ځای باید هیواد کې ترسره شي.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وایي، د مذاکراتو لپاره ځای مشخص کول د «افغانستان د حکومت او طالبانو» د مذاکراتي ټيمونو صلاحیت دی.

د خوځون له قوله، افغانانو ته د مذاکراتو ځای نه؛ بلکې د خبرو پایله مهمه ده.

هیواد ته د مذاکراتي پروسې د رالېږدولو خبرونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيمونو د اجنډا په اړه تر لومړنیو بحثونو وروسته درې اوونۍ وقفه اخیستې او د کابل مذاکراتي ټيم سبا هیواد ته راګرځېدونکی دی.

ورته مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» بیا د جګړې له دوام سره په یو وخت د مذاکراتو وقفې اندېښمن کړی او ټينګار کوي، چې خبرې باید بیرته په ټاکل شوې نېټه پیل شي او د جنوري له پنځمې نېټې ونه ځنډول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx