نړۍ

بلوچستان: تربت کي بمي چاودني شپږ پاکستاني عسکر ژوبل کړه

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۹)تربت: نن له غرمي څخه وروسته دبلوچستان ایالت په تربت ښارګوټي کی یوي بمي چاودني شپږ عسکر ژوبل کړل، امنیتي چارواکي وایی چاودنه دریموټ کنټرول بمب په واسطه ترسره شویده، عینی شاهدان وایی په داسي حال کی چي دپاکستاني عسکرو دموټرو قطار له سیمه څخه دتیریدو په حالت کي وو، چاودنه رامنځ ته شوه.

چاودنه کي شپږعسکرژوبل شوی دي چي ددوعسکرو حالت داندیښني وړدي، سیمي ته څیرمه خلګ وایی چاودنه زوروره وه دعسکرو له یوه موټره سره سره یی  نژدي پرتو ودانیو ته  هم زیان اړولي دي، اوچاودیدونکي مواد یوه موټرسایکل کی ځاي پرځآی شوی وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x