نظــر

جنګي حریفان؛ او د ارګ په لاره کې قرباني شوی ملت!

استاد محمد زمان مزمل

جنګي حریفان مې د ضرورت په خاطر انتخاب کړ کنه د اشغال په وړاندې د دریځ او سیاست له مخې او د مذهبي ملي ارزښتونو سره د تړاو له پلوه په جنګي حریفانو کې بلا تفاوتونه شته دا ډېره نامناسبه ده چې سړی دواړو ته په یو ساده تعبیر د جنګي حریفانو عنوان واخلي دا د شوروي د اشغال په پړاو کې هم او د امریکا د اشغال په پړاو کې هم ځکه د اشغال مخالف او د اشغال کوربه دا پخپلو کې تر یو عنوان لاندې مخاطب کول په هر صورت له انصافه لرې خبره ده، ولې متاسفانه چې د بحث زاویه پکې له داسې ځایه پیل کېږي چې مؤقتاً پر دغه انصاف پښې کېږدو.

او هغه دا چې د همدغه اشغال په وړاندې او د مذهبي ملي ارزښتونو په اړه د باور له مخې او قربانۍ له مخې په قاعده او زعامتو کې بلا تفاوتونه راغلل زعامتونو په هغه ښه خوا کې هم د اشغال نه سیاسي استفاده وکړه او له مذهبي ارزښتونو یې هم سیاسي استفاده وکړه.

د کابل د سقوط په مهال هغوی نه جنګ سمبال کړ او نه یې کړېدلی ملت سمبال کړ پخپلو کې د تېر جنګ په پرتله بېباکه ننوتل بلکې د هماغه برحق جهاد په دوران کې د ایمانداره شعارو باوجود د خلکو د تلفاتو په کمولو کې یې کمه توجه وکړه ، د کړېدلو کورنیو هغسې چې مناسبه وه لکه دوی چې خپلو کورنیو او باجګانو ته ژوند جوړ کړ هاغسې یې د مظلوم ملت د کوڼډو مظلومانو سره لطف ونکړ….. او نن د کابل په دروازه ولاړ طالب بلکې زعامت یې همدغسې یو امتحان ته ولاړ دی.

پدې خاطر موږ پکې د سرونو او د ملت د قربانیانو په اړه د شوې بېباکۍ یو تصویر وړاندې کوو چې په ائنده تاریخ کې له دې څه زده کړو.

د غم وطن یې کې یو خو پکې جګړې اوږدې شي او بیا چې د ټولو سپکو ناخوالو او بدو پایلو باوجود دا د ناورین نه ډک جنګونه په زٰړه بڼه تکرار او کاپي کېږي دا نو هغه تاریخي بدرنګي ده چې یو ملت پکې ضایع لاړ.

هغه وخت چې شوروي اتحاد لښکرې راغلې او جګړه د افغاني لورو په منځ کې وه د مظلوم ملت پکې مشکل دا وو چې که به د شپې یې مجاهدینو ته په رضا او یا په زور ډوډۍ ورکړه نو د ورځې به یې یا کور په دویم سهار بمبارد شو او یا به د یوې بلې حکومتي ډلې لخوا محاصره شو او مظلوم وګړي به یې پدې ګناه زورول او کړول چې تاسې مجاهدینو ته ډوډۍ او ځای ورکړیده.

دا د یوه کلي ،د یوې درې او د یوې ولسوالۍ او یو ولایت کیسه نده دا په تېر جنګ کې هره ورځ یا یوه ورځ بعد په هر کلي یا په زیاتو درو کې تکرارېدله وروسته چې د ولس خلکو ځان د جنګي حریفانو په منځ کې برمته ولید نو دا یې د یو هوښیار په خوله ټوپک په لاس حریفانو ته په مظلومیت وویل:
نه جناب! دا د غرو نه راښکته کېدونکي مجاهدین هم مسلمانان دي او نن چې تاسې د ښار له رنګینیو نه کاږه پراته بریت د هغوی پر ضد راغلي یاستئ او د هغوی په پرتله مو لس برابره کړوئ او ښکنځوئ مو ،تاسې دواړه طرفه په حقه مسلمانان یاستئ ستاسې په منځ کې کافر موږ یو چې مجاهدین مو د شپې کړوي او د وطن خدمتګاران مو د ورځې.

په امریکایي اشغال کې چې وضعیت پکې د شوروي د اشغال په پرتله ډېر تنګ او بدل راغی بیا هم د مظلوم ملت دغه ماجرا پکې نه دا چې عوض نه شوه بلکې د شوروي د اشغال په پرتله تر پخوا تنګه او بې رحمه وچلېدله.

په تېرو شلو کلو کې دا له شمیره وتې تکرار شوه چې د اشغالګرو مخالفینو په اشغالګرو له یو کور او یو کلي نه ډزې وکړي چې ډېر کرته پکې مخکې له دې چې دا ډزې په دښمن ورشي د کلي او کلیوالو نه قرباني اخلي.

او د قضیې په دویم مخ کې چې د وطن خدمتګاران پکې ووینئ چې له دغه کور او کلي پر دوی ډزې شوي هغوی مسلمان پرېږده چې د هندو د کتاب په روایت هم پر دغه کور او په دغه کلي د جنګ تپل د ځان حق ګڼي.

او داسې دغه بې رحمه بړبوکۍ د مظلومو کلیوالو او د مظلوم ملت پر سر په هاغه بې باسخواستۍ چورلیږي چې د تلفاتو پاتې شوني یتیمان او کونډې یې د مستري په دوکان د یوه جومات پر دالان سوال او د خپلې کورنۍ روزي ګټلو ته په حسرت کېنول.

د جنګ یو لشکر معیوبین ،کونډې، یتیمان او د جنګي وضعیت نه د پوډریانو دغه لویه پر ملیون اوختې پرګنه دا ټول هغه کور وراني ویجاړې دي چې د ارګ په اخ و ډب کې او ارګ ته د تلونکو او د ارګ ساتونکو په اخ و ډب کې یې کورونه وران شول، پلارونه یې مړه شول، ښځې یې کونډې او ماشومان یې یتیمان شول.

د افغانستان اوږد جنګ د ملت سره او د وطن سره د ایماندارۍ تړاو چې حب الوطن من الایمان په اساس باید هم په مجاهد ایمانداره او وطنپالو کې تر نورو زیات وائ د بده مرغه جنګ موږ ته د خپلو ناولو میراثو په سر کې همدا بدعت په میراث پرېښود چې د رهبر نه نیولې تر امیر ،تر قومندان، تر واړه څڼور مجاهد او تر کمکي سور سترګي ضابط پورې هغوی پکې وطن ،دین، ایمانداري دا هر څه په ځان کې خلاصه کوي، ملت او وطن ددوی د هویت له صفحې نه حذف شویده.

په دغومره عمر کې چې ما تېر کړ ما ایله یو ځل پکې عبیدالله نیازی ولید چې په یوه ملاقات کې یې اوښکې تویې کړې او یو ځل مې له دوبۍ نه په تلویزون کې حامد کرزی ولید چې په یوه محلي ډیالوک کې یې وژړل له دې پرته ما پدې څلویښتو کلو کې داسې مشران، قومندانان او امیرین ونه لیدل چې د خپل ملت او د جهاد په ټیټ رتبه سردارانو چې هره ورځ خپلې میندې د ویر سونامي ته درېږي هېچا ددې عزیزو مجاهدینو او پدې مظلومو ملکي کسانو د مرګ په توپاني لړۍ او په بده ورځ یو ماښام اوښکې تویې نکړې او یا یې د یوې حادثې په تآثر خپل مشر زوی او کشر زوم مؤظف نه کړ چې د یوې دردېدلې حادثې میدان او خطر ته ځان ورسوي.
بلکې په کٌلي انداز پدې څلویښت کلن روان ټیټ رسم کې هغوی د روان تعامل په اړه او د تلفاتو د کمښت په موخه او یا د ملکي کسانو د وژلو د کمولو په موخه یې خپل اجراآت او پالیسي لاندې باندې نکړه او یوه ورځ یې دا ابتکار ونکړ چې یوه وران کلي او یوه بې سرپرسته  کور ته د خپل کور نه سامان او پیسې په یوه ژوندي تآثر ورولېږي.
باور لرم چې ډېری رهبران کیدای شي چې تهجد وکړي او ډېری پکې ښایې په اخرت کې د حضرت عمر په ردیف کې ځانته د ځای توقع ولري ولې زما تجربه دا ده چې د ملت او وطن مینه پدې جنګي نسل کې خیراتي کومکونو، بهرني استخباراتو او پخپلو کې د مرفح ژوند سیالیو له پایه او بنیاده له ریښو سره ایستلې.

د ملت تر ټولو لوی کړاو پکې همدا ده چې د خپلو مشرانو په زړه کې ځای نلري او په همدې خاطر دا وران کورونه ،دا ویجاړ کلي او د ملکي تلفاتو له چتې وتلې شمارې ،د سوالګرو لښکرې، د پوډریانو حیفي استوګنې دا ټول د همدغه ملت سره د بې رحمې جفا پای او بدرنګ غچ دی.

کیدای شي حریفان پخپلو کې چې د حریفانو پرته پکې د ملت هېڅوک نه مٌلا او نه قومي مشر ځاییږي، کیدای شي دا حریفان په قطر کې ارګ او ماحول یې پخپلو کې تقسیم او یا په نوبت کړي او د شوې فیصلې وروسته به دا کور ورانی ملت به ددوی دربارو ته د خپلې عریضې په چل او هنر هم نه پوهېږي او بیابه هم همداسې هېر شي لکه د شوروي د جنګ په فتحو کې چې هېر شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

ممکن ډیرو ته دا لیکنه په نفس بوج وی، خو حقیقت همداسی دی. مننه دروند استاده، ژوندی اوسی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx