افغانستان

کندهار کې د استیناف محکمې یو څارنوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د ډنډ ولسوالۍ د استیناف محکمې د تحقیق څانګې څارنوال په کندهار ښار کې وژلی دی.

دا پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه د کندهار ښارې دویمې امنیتي حوزې اړوند مشرقي لیسې ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د ډنډ ولسوالۍ د استیناف محکمې د تحقیق څانګې څارنوال محمدنبي مظلوم باندې برید وکړ.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، په دغه برید کې څارنوال مظلوم ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ځای ته پولیس رسیدلي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx