افغانستان

د ملا برادر په مشرۍ لوړ پوړی طالب پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شوی

د ملا برادر په مشرۍ لوړ پوړی طالب پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستاني حکومت په رسمي بلنه د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړ پوړی طالب پلاوی اسلام آباد ته روان شوی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لوړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه پلاوی به پاکستان کې ددغه هېواد لومړي وزیر عمران او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون اړونده پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربیره پاکستان کې د افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو په هکله هم خبرې اترې وکړي.

پاکستان ته د طالبانو لوړ پوړی پلاوی په داسې مهال وربلل کیږي چې په دې وروستیو کې پاکستان کې میشت افغان کډوال او سوداګر د پاکستاني پولیسو له لوري په مختلفو پلمو ځورول کیږي.

تمه څرګندیږي چې طالب چارواکي به پاکستاني مسئولینو سره د افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه هم مشترک بحثونه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تر څو به د خلکو په سترګو کی خاورې شیندی؟ طالب مشران مجبور دی چی کورو ته ولاړ شی او ټول پوهیږی چی کورونه یی چیری دی.

احمد

د افغان کډوالو ګڼې ستونځې دي هر یو یی حل کول غواړي پکار ده چې اول لومړي توب د ویزې ستونځې ته ورکړل شي هغه افغانان چې راجستر شوي هغو ته دوی د مهاجرت کارت ورکړی پکار ده چې په همدې کارت تګ راتګ وکړي شي ځکه همدا کارت د ویزې معنی لري دې ته ورته لسګونه نور مسایل دې ورسره مطرح کړي پدې کار به یی غټه خوشالی مهاجرینو ته ورکړي وي ځورول ،تعلیم ……

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx