نړۍ

د روسي «ايس۴۰۰» توغنديو د پېرلو له امله امريکا پر ترکيې بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ترکيې له روسيې «ايس ۴۰۰»د فضايي دفاع توغندي پېرلي، چې له امله يې امریکا پر ترکيې بنديزونه لګولي دي.

د دغو بنديزونو له امله د ناټو د دواړو غړو هېوادونو ترمنځ سړې اړيکې نورې هم ترينګلې کېدای شي.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس وايي، ترکيې د امريکا له لوري لګېدلي بندیزونه ستره تېروتنه بللې او غوښتنه يې کړې، چې «واشنګټن دې په دې ناسمې پرېکړې له سره کتنه وکړي.»

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، د دې بنديزونو له امله به د انقرې او واشنګټن ترمنځ روانې سړې اړيکې نورې هم ترينګلې شي او داسې اندېښنې هم شته، چې دواړه لوري غچ اخيستونکي ګامونه پورته کړي.

د امريکا لوړپوړو چارواکو رسنيو ته ويلي، د روسيې «ايس ۴۰۰» دفاعي توغنديو د پېرلو په اړه امريکا څو ځله ترکيې ته يادونه کړې وه، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو انقرې بابيزه وبلله او له واشنګټن سره له بنديزونو پرته بله چاره نه وه.

په دغو بنديزونو کې د ترکيې د دفاعي وسائلو د اخيستو او پرمختګ ادارې مشر اسماعيل ديمر او درې نور چارواکي په نښه شوي دي.

د دغو بنديزونو له امله به د ترکيې دفاعي کمپنۍ له امريکايي کمنپيو سره راکړه ورکړه نه شي کولی او په امريکا کې د يادو څلور وړاو ترکي چارواکو بانکي حسابونه به کنګل شي.

د امريکا کانګریس کې د دواړو ګوندونو ډيموکراټانو او جمهوري پلوو استازو د دې بنديزونو هرکلی کړی او دا لومړی ځل دی، چې امريکا د ناټو پر يوه غړي هېواد بنديزونه لګوي.

ترکيې د ۲۰۱۹ په منځيو وختونو له روسيې د «ايس ۴۰۰» دفاعي توغنديو د پېرلو پرېکړه کړې وه او ويلي يې و، چې د ناټو غړو هېوادونو ته له دې توغنديو هېڅ ګواښ نه شته، خو واشنګټن پر دې هوکړه نيوکې کولې او ترکيې ته د يې بنديزونو لګولو خبرداری ورکړی و.

امريکايي رسنۍ وايي، د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکارانو او لوړپوړو چارواکو له تېرې اوږدې مودې راهيسې له ولسمشر څخه غوښتل، چې پر ترکيې بنديزونه ولګوي، خو نوموړي دا غوښتنې بابېزه ګڼلې او بالاخره يې د خپل واک په وروستيو ورځو کې دا بنديزونه منظور کړل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې واشنګټن څو ځله انقرې ته خبرداری ورکړی و، چې د «ایس ۴۰۰» توغنديو د پېرلو له امله به نه يوازې دا چې د امريکا د پوځي ټيکنالوجي امنيت له ګواښ سره مخ شي، بلکې دې سره به د روسيې دفاعي ماليه نوره هم قوي شي.

ترکيې دا بندیزونه غندلي دي.

د ترکيې دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د «ایس۴۰۰»توغنديو د پېرلو له امله امريکا د خبرو اترو پر ځای پر انقره بنديزونه ولګول او بايد دا پرېکړه بېرته واخلي.

د ترکيې دفاع وزارت وايي، د بندیزونو له امله امريکا يوې بندې لارې ته ځي، خو دا به هېڅکله د ستونزې حل نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx