افغانستان

کابل ښار کې یو څارنوال ترور شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار پنځلسمې  امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د حشمت الله دقیق ملکزاده په نوم یو څارنوال ویشتلی او وژلی دی.

دا پېښه نن مازدیګر د کابل ښار پنځلمې امنیتي حوزې اړوند «خواجه بغرا» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

که څه هم د کابل امنیه قومندانۍ چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د وژل شوي څارنوال ملکزاده ورور هارون ملکزاده دا خبره تایید کړې ده.

باید وویل شي چې کابل ښار په دې وروستیو کې د ګڼو هدفي بریدونو او مقناطیسي چاودنو شاهد دی. نن سهار د څلورم مکرویانو سیمه کې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي هم د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې له خپل سکرتر سره یوځای وژل شوی دی.

ددې ترڅنګ سهار وختي د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند بت خاک سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو برید کې یو پولیس مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx