نړۍ

اردوګان پر ترکيې د امريکا بنديزونه «ستره تېروتنه» بللې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ترکيې له روسيې «ايس ۴۰۰»د فضايي دفاع توغندي پېرلي، چې له امله يې امریکا پر ترکيې بنديزونه لګولي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان او دفاع وزارت د امريکا له لوري پر ترکيې د لګېدلو بندیزونو په اړه غبرګونونه ښودلي او دا يې غندلي دي.

ولسمشر اردوګان دغه بندیزونه «ستره تېروتنه» بللې او زياته کړې يې ده، چې څو ځل يې واشنګټن ته ويلي و، دا ستونزه د خبرو له لارې حل کېدای شي.

د ښاغلي اردوګان په وينا انقره په تمه وه، چې واشنګټن به ورسره د ترهګرو تنظيمونو پر خلاف ملاتړ وکړي، خو بالعکس يې پرې بندیزونه ولګول.

د ترکيې دفاع هم د امريکا بندیزونه غندلي دي.

د ترکيې دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د «ایس۴۰۰»توغنديو د پېرلو له امله امريکا د خبرو اترو پر ځای پر انقره بنديزونه ولګول او بايد دا پرېکړه بېرته واخلي.

د ترکيې دفاع وزارت وايي، د بندیزونو له امله امريکا يوې بندې لارې ته ځي، خو دا به هېڅکله د ستونزې حل نه وي.

واشنګټن لا هم حل ته په تمه دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې واشنګټن سره له بنديزونو پرته بله لاره نه وه او دوی لا هم تيار دي، چې  له انقرې سره د «ايس ۴۰۰»دفاعي توغنديو پېرلو له امله خبرې وکړي او دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د نړيوال امنيت لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کرسټوفر فورډ ويلي: «بندیزونه د واشنګټن لپاره وروستۍ لاره وه او موږ لا هم هيله لرو، چې انقره به له موږ سره د ستونزې د حل لپاره اړيکې وساتي.»

په دغو بنديزونو کې د ترکيې د دفاعي وسائلو د اخيستو او پرمختګ ادارې مشر اسماعيل ديمر او درې نور چارواکي په نښه شوي دي.

د دغو بنديزونو له امله به د ترکيې دفاعي کمپنۍ له امريکايي کمنپيو سره راکړه ورکړه نه شي کولی او په امريکا کې د يادو څلور وړاو ترکي چارواکو بانکي حسابونه به کنګل شي.

د امريکا کانګریس کې د دواړو ګوندونو ډيموکراټانو او جمهوري پلوو استازو د دې بنديزونو هرکلی کړی او دا لومړی ځل دی، چې امريکا د ناټو پر يوه غړي هېواد بنديزونه لګوي.

ترکيې د ۲۰۱۹ کال په منځيو وختونو له روسيې د «ايس ۴۰۰» دفاعي توغنديو د پېرلو پرېکړه کړې وه او ويلي يې و، چې د ناټو غړو هېوادونو ته له دې توغنديو هېڅ ګواښ نه شته، خو واشنګټن پر دې هوکړه نيوکې کولې او ترکيې ته د يې بنديزونو لګولو خبرداری ورکړی و.

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، د دې بنديزونو له امله به د انقرې او واشنګټن ترمنځ روانې سړې اړيکې نورې هم ترينګلې شي او که روانه ستونزه د خبرو له لارې حل نه شي، نو داسې اندېښنې هم شته، چې دواړه لوري غچ اخيستونکي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx