افغانستان

«په یوه میاشت کې تر شپاړلس سوه زیات دولتي منسوبین له طالبان سره یو ځای شوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، په تېره میلادي میاشت کې د حکومت د بېلابېلو ادارو تر شپاړلس سوه زیات کارکوونکي د دولت له لیکو څخه را بېل او له دوی سره یو ځای شوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په تېره میلادي میاشت «نومبر» کې د طالبانو اړوند د «دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون» په هڅو ۱۶۷۵ تنه دولتي منسوبین، عسکر او د نورو بېلابېلو ادارو کارکوونکي د «حقایقو» په درک کولو سره له دولت څخه رابېل او دوی ته تسلیم شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې تسلیم شویو کسانو د اسلامي نظام د بیا احیا په موخه له طالبانو سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې او وعده یې کړې، چې له دې وروسته له حکومتي کړیو سره هيڅ ډول اړیکې نه ساتي.

د خبرپاڼې په بنسټ، د طالبانو د دعوت ارشاد، جلب او جذب کمېسیون مسئولینو هغوی ته هرکلی ویلی او د هغوی دا ګام یې ستایلی.

حکومت که څه هم تر دې دمه د طالبانو د پورته څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې د حکومت له لیکو څخه د دولتي منسوبینو تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.

هره میاشت سلګونه دولتي عسکر او نور منسوبین د دولت له لیکو څخه تښتي او ګڼ شمېر وسایل، مهمات او وسایط طالبانو ته سپاري، چې د طالبانو له درانه هرکلي سره مخ کېږي او د هغوی د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکول کېږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» له مخالفت څخه د اوښتو په صورت کې خپلو مخالفینو ته عمومي عفوه اعلان کړې او له هغوی یې غوښتي، چې له طالبانو سره د اسلامي نظام په بیا راوستلو کې مرسته وکړي.

طالبان له هغو کسانو سره سخت چلند کوي، چې تسلیم شویو کسانو ته ضرر ورسوي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې په دې وروستیو کې یو شمېر طالب جنګیالي او مسئولین له تسلیم شویو کسانو سره د ناوړه چلند له امله محکمې ته ور پېژندل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx