
میدان وردګو کې هوایي بریدونو دوه ولسي وګړي وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید او د الوتکو بمبار دوه تنه ولسي وګړي وژلي.
د پېښې له ځای څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې تېره ورځ لس بجې شاوخوا د جلریز ولسوالۍ اړوند «مامکیو» نومي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې هوایي برید او بمبار د نصیب الله او حسیب الله په نومونو دوه تنه ولسي وګړي ټپيان کړل.
د سرچینې په خبره، کله چې د هغوی کورنیو غوښتل، ټپي شوي کسان تر روغتون پورې ورسوي د وردګو ولایت د مرکز اړوند «کوټه عشرو» نومي سیمه کې یې دولتي ځواکونو امبولاس موټر د دوو ساعتونو لپاره تم کړی، چې د زیاتې وینې بهېدنې له امله ټپي شویو کسانو روغتون ته تر رسېدو وړاندې ساه ورکړې.
حکومتي چارواکي که څه هم تر دې دمه د یادې پېښې په اړه چوپ پاتې دي؛ خو په تېره یوه اوونۍ کې د ولسي تلفاتو دریمه پېښه ده چې د حکومت د هوایي بریدونو له امله رامنځته کېږي.
درې ورځې وړاندې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د دولتي چورلکو بمبار دیارلس تنه ولسي وګړي وژلي و او حکومت ژمنه کړې وه، چې قضیه به څېړي؛ خو تر دې دمه د څېړنو پایلې نه دي شریکې شوې.