افغانستان

روزګان: د هراوود د امنیه قوماندان په ګډون لسګونه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له اوږدې جګړې وروسته د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلې او د لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون لسګونه دولتي عسکر وژل شوي.

له دهراوود څخه یو شمېر سرچینو «اریانا نیوز» ته ویلي، چې د طالبانو په بریدونو کې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان، د کنډک مشر او د کمانډو عسکرو د ټولي قوماندان له شلو کمانډو ځواکونو سره یو ځای وژل شوی او اته تنه نور عسکر ټپيان شوي.

ورته مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط «پژواک» ته ویلي، چې د دهراوود ولسوالۍ په جګړه کې د امنیه قوماندانۍ سرپرست «ولي محمد» او د لایزري قطعې قوماندان «سیدعلي» له اووه پولیسو او دریو دولتي عسکرو سره یو ځای وژل شوي.

د سرچینې په خبره، طالبانو د یادې ولسوالۍ د مرکز ټول مهمات له ځانه سره وړي او یو هاموي ټانګ یې هم بوولی دی.

د دهراوود ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وایي، د وژل شویو دولتي منسوبینو جسدونه لا هم په سیمه کې دي.

د روزګان ولایت د والي ویان «احمد شاه سحر» هم د طالبانو له لوري پر دهراوود شوي بریدونه مني او په خبره يې، په دې جګړه کې پنځه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بل لور ته د کابل حکومت دفاع وزارت ادعا لري، چې پر دهراوود ولسوالۍ د طالبانو برید یې په شا تمبولی او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

یاده دې وي، چې په تېره یوه میاشت کې دوهم ځل دی، چې دولتي ځواکونه تر درنو تلفاتو وروسته له دهراوود ولسوالۍ څخه په شا تګ ته اړ ایستل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا څومره بده خبره ده چی افغانان وژل کیږی او کافرو سره سوله او توافقنامه امضاء کیږی. بیا تر ټول بد هغه خلک دی چی دی نا روا جنګ ته ورځی او ځانونه پکی وژنی.

غوربندي

دا ګوډاګیان تر امریکایانو هم خره ده،،، هغوی توبه وایسته او په تېښته تېښته یې ځانونه خوندي کړل،، ګوډاګیان به تر هغو ځپل کیژي تر څو د خپلو بادارانو په شان طالبان ومني او غوښتنو ته یې غاړه کېږدي او تسلیم شي.

نو پس دا منطق چې وایی طالبان په بهرنیانو باندې بریدونه نه کوي او افغانان (ګوډاګیان) په نښه کوي یو پوچ او له مردارخوری سره مساوي یو پوچ استدلال دی.

غوربندي

دا ګوډاګیان تر امریکایانو هم خره دي،،، هغوی توبه وایسته او په تېښته تېښته یې ځانونه خوندي کړل،، ګوډاګیان به تر هغو ځپل کیژي تر څو د خپلو بادارانو په شان طالبان ومني او غوښتنو ته یې غاړه کېږدي او تسلیم شي.

نو پس دا منطق چې وایی طالبان په بهرنیانو باندې بریدونه نه کوي او افغانان (ګوډاګیان) په نښه کوي یو پوچ او له مردارخوری سره مساوي یو پوچ استدلال دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx