لیکنېنظــر

له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه يو تکتيکي عمل دی!

سراج احمد( افغان )

کوم لوری چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره چريکي جګړه مخته بيایي په مذاکراتي پروسه کې ترې د اوربند غوښتنه یو تکتيکي عمل دی، که موږ یو څه شاته لاړ شو او د داسې مذاکراتي پروسو تاريخ ته کتنه وکړو دې پایلې ته رسیږو چې اوربند د دې لپاره غوښتل کیږي چې د چريکي جنګیالیو روحيه تضعیفه کړي، په لیکو کې يې بې باروي پیدا کړي، له بريدونو څخه يې چې کوم ټپونه را منځته شوي دي هغه ورغول شي او پر ضد يې د جګړې او د ځواکونو د تنظيم او تقويې لپاره وخت لاسته راوړل شي.

څنګه چې طالبان چريکي جګړه مخته بیايي او مقابل جهت يې تر منظم پوځي فشار لاندې ساتلی دی آن تر دې چې د طالبانو د نظامي فشار له امله لويدځوال له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې په دې ونه توانیدل چې د اشرف غني په لومړۍ دوره کې پلان شوی څلور کلن پلان د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقويې لپاره کومې دلخواه پایلې ته ورسوي.

همدغه راز له تاريخي حقايقو څخه دا پايله هم لاسته راځي چې له چريکي جنګالیو څخه د جنګ د عواملو د له منځه تلو په اړه له پريکړې څخه د مخه د اوربند غوښتنه په دې معنی ده چې د سولې ريښتينې اراده د چریکي جنګیالیو په مقابل جهت کې شتون نلري.

د دوحې په اوسنیو مذاکراتو کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه له یو تکتیکي عمل څخه پرته بل هيڅ نشي کیدلای؛ تر څو چې د جنګ عوامل له منځه لاړ نشي اوربند له تلپاتې سولې سره هیڅ مرسته نشي کولای بلکې د اوربند جانبي عوارض د ريښتينې سولې پر وړاندې د لا زياتو ستونزو او خنډونو د را ټوکيدو سبب ګرځي. د طالبانو مذاکراتي ټيم باید هوښيار و اوسي، د اووه زره پاتې بندیانو د خلاصون مسئله له ځان سره کوم احسان ونه ګڼي او د اوربند په شرط د بنديانو خلاصون ونه مني، ځکه مطلقه د دوی ناسته له هغو جهتونو سره چې له پردیو سره يې د افغانستان په اشغال کې مرسته کړې ده او په افغانانو د یو فاسد سيستم د تحمیل سبب شوي دي یو لوی امتیاز دی چې دوی مقابل جهت ته ورکړی دی.

طالبان باید په اصطلاح د تاوتريخوالي د زیاتولو د پراخ پروپاګند په اغیز کې ( چې دوی ته يې د پړې ګوته نيول کیږي ) د بین الافغاني مذاکراتو د روانې پروسې او له امریکایانو سره د تړون د تطبیق په اړه پریکړې ترسره نکړي؛ بلکې د مخکې په څير ثابت و اوسي، د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم په هغو ژمنو چې له امریکایانو سره يې په تړون کې ترسره کړې دي کلک عمل وکړي او له امريکایانو څخه هم په کلکه د هغو ژمنو پلي کول وغواړي چې په تړون کې يې ترسره کړې دي.

که طالبان د بنديانو د خلاصون، د تور لیست د ختميدو او د امريکایانو د نورو ژمنو په اړه پخپل دريځ ثابت ودريږي د مخکې په څیر به بیا ډګر د دوی وي، البته طالبان باید خپله ديپلوماسي لا پياوړې کړي، له سیمې، نړۍ او داخلي جهتونو سره منظمې اړیکې وساتي، تل خپل دريځ له معقول استدلال سره ورته وړاندې کړي او خپل ولس پخپل وخت له حقايقو څخه په دوامداره توګه باخبره وساتي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx