افغانستانسولې اړوند خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د سولې پروسه کې مثبت ګام دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر له دوی سره په سلا ترسره شوی او دوی ترې اګاه وو.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت اسلام اباد ته د طالب پلاوي له سفر اګاه دی او یاد سفر کابل ته د عمران خان د سفر په پایله او د کابل-اسلام اباد په مشوره شوی، چې کابل حکومت ترې هرکلی کوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې حکومت د افغانستان د خلګو غوښتنې له پاکستان سره شریکې کړې او دا چې د جګړې د شدت په کموالي، اوربند او پایداره سولې ته په رسېدو ټینګار لري.

کابل حکومت د سولې په پروسه کې د پاکستان له رغوونکو هڅو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر به غوره پایلې ولري.

اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې د دریو اوونیو لپاره درېدلي او داړو لورو د اجنډا د موضوعاتو په اړه د لا مشورو او بحثونو په موخه وقفه اخیستې.

دغه دوه ورځنی سفر چې د طالبانو د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر د رییس «ملا برادر اخند» په مشرۍ اسلام اباد ته شوی؛ په مهال به یې د افغان سولې پروسې، افغان کډوالو د ستونزو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه بحثونه کېږي.

په اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» وايي، طالب پلاوی به اسلام اباد ته د سفر په مهال د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» او ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره وګوري او په خبره یې، پاکستان به له طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx