افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي له طالبانو سره په لیدنه کې: غواړو د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد ونه کارول شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر«شاه محمود قریشي» له طالبانو سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قریشي د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره لیدلي او په مهال یې په بین الافغاني مذاکراتو کې له وروستيو پرمختګونو هرکلی کړی او د افغانستان د سولې او ثبات هیله يې څرګنده کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې د قریشي له قوله راغلي، چې هیواد یې په افغانستان کې سوله غواړي، په دې برخه کې تر خپله وسه هڅې کوي او په یاد هیواد کې ثبات د ټولې سیمې د امن او ثبات په معنی پېژني.

قریشي ددې تر څنګ افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکړې، پاکستان کې د افغان مهاجرینو د کوربتوب، د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو یادونه کړې او په خبره يې، پاکستان او افغانستان پراخې ټولنیزې اړیکې لري، چې پاکستان یې د لا وړاندې تګ په موخه هڅې کوي.

د قریشي له قوله، پاکستان پوهېږي چې د افغانستان ثبات یوازې د مذاکراتو له لارې شونی دی او عمران خان کابل ته د سفر په مهال همدا پيغام له ځانه سره وړی و.

نوموړي ددې تر څنګ هیله ښودلې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد ونه کارول شي.

ورته مهال د کابل د بهرنیو چارو وزارت هم اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي له سفر هرکلی کړی او ادعا یې کړې، چې یاد سفر له دوی سره په همغږۍ ترسره شوی.

طالب پلاوی چې ملا برادر اخند يې په راس کې دی، تېره شپه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد او تمه کېږي، چې هلته به د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او لومړی وزیر سره وګوري او د افغان سولې، کډوالو او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

Image may contain: 4 people, people on stage, beard, table and indoor

Image may contain: 2 people, table and indoor

Image may contain: 1 person, sitting, table and indoor

Image may contain: 4 people, people sitting

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

و به ګورو چی طالبان وروسته له رخصتی کوم نوی فرمایش له ځان سره له فاکستانه راوړی. دوی له خدایه همدا غوښتل که څوک ورته د فاکستان بلنه ورکړی. آیا دا د شرم ځای ندی جی افغان ټیم افغانستان ته په رخصتی راځی او د طالبانو ټیم بیا فاکستان ته ځی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx