ورزش

کرکټ بورډ د فيسبوکي اوازو په غبرګون کې: راتلونکی کال يو شمېر نړيوالې لوبې لرو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو مدير د افغان ملي لوبډلې د راتلونکې ۲۰۲۱م کال سيالۍ اعلان کړې چې له مخې به يې په ياد کال کې ټولې ۲۴ يو ورځنۍ لوبې ترسره کيږي.

دا په داسې حال کې چې استراليا او هندوستان افغان لوبډلې سره د ټيسټ او يو ورځنۍ لوبې نامعلوم وخت ته ځنډولي دي.

استراليا سره يوازينی ټيسټ چې د روان کال په نومبر مياشت کې اټکل شوی و د راتلونکې کال پای ته ځنډيدلی، په داسې حال کې چې له هند سره د ۲۰۲۱م کال په مارچ مياشت کې درې يو ورځنۍ سيالۍ د راتلونکې کال سپتمبر مياشتې ته ځنډيدلي دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو مدير حکمت حسن چې پر فيسبوک او ټويټر يې د راتلونکې کال نړيوالې سيالۍ په ډاګه کړي، ليکلي دي:

د افغانستان د ICC Cricket World Cup League په ترڅ کې له اتو هیوادونو هر یو (ایرلینډ، سریلانکا، پاکستان، هند، هالنډ، بنګلادیش، اسټرالیا، او زمبابوې) سره ۳-۳ یو ورځنۍ لوبې لري چې ټولټال ۲۴ لوبې کیږي او حتما باید ترسره شي.

حکمت حسن زياتوي، په دغه لوبو کې د څلورو هیوادونو (ایرلیند، پاکستان، هالنډ، او اسټرالیا) سره د ۱۲ لوبو کوربه افغانستان دی چې د ۱۲ نورو لوبو کوربه بیا پاتې څلور هیوادونه دي.

نوموړي پر خواله رسنيو هغه اوازې چې ګواکې د هند سره لوبې لغوه شوي رد کړې او ددغه سياليو کېدل يې تاييد کړل. نوموړی زياتوي چې د سياليو مهالويش ممکن ردو بدل شي خو په دې اړه تراوسه د هند کرکټ بورډ رسما څه نه دي ويلي.

نوموړی وايي، راتلونکی کال افغانستان ډیر نړیوال کرکټ په مخ کې لري او د کرونا په وجه شاید د ځینو هیوادونو سره د لوبو په وخت کې تغییر راشي اما لوبې حتمي او کېدونکې دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو مدير دا اعلان په داسې حال کې کوي، چې نږدې يو کال راهيسې افغان لوبډلې هيڅ نړيوالې سيالۍ نه دي ترسره کړي، خو ټاکل شوې ده د راتلونکې کال په فبروري او مارچ مياشتو کې ايرلينډ او زمبابوې سره يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx