افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د مذاکراتو ځای باید د خبرو د بیا پیل خنډ ونه ګرځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» او چارواکي يې له طالبانو غوښتنه لري، چې د سولې پروسې پاتې پړاوونه په هیواد کې ترسره کړي؛ د ملي پخلاینې عالي شورارییس «عبدالله عبدالله» وايي، د مذاکراتو د ځای ټاکل د مذاکراتي ټيمونو صلاحیت دی او دا باید د خبرو د دوام په وړاندې خنډ ونه ګرځي.

عبدالله چې د پخلاینې عالي شورا د سکرتریت د پرانستلو په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې د قطر تر څنګ بېلابېلو هیوادونو د مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز کړی؛ خو دا چې خبرې په افغانانو پورې اړه لري؛ نو غوره به دا وي چې په افغانستان کې وشي.

د نوموړي په خبره، د مذاکراتو لپاره د ځای ټاکل د دواړو ټیمونو په هوکړه پورې اړه لري او دا کار باید د خبرو د بهیر مخنیوی ونکړي « زموږ غوراوی دا دی چې د افغانانو ترمنځ خبرې دي، نو افغانستان کې دې دا خبر وشي، خو د خبرو ځای ټاکل به د دواړو لورو هوکړه پورې تړلې وي او د خبرو ځای باید د دې بهیر د مخنیوي سبب نه شي.»

د عبدالله له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له طالبانو وغوښتل څو د سولې پروسه هیواد ته را انتقال کړي او د مذاکراتو پاتې پړاوونه د هیواد دننه ترسره کړي.

د غني په خبره، اړتیا نشته چې په «مفشونو» هوټلونو کې خبرې کول دې د سولې پروسې او مذاکراتو لپاره یو شرط وړاندې کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx