ټولنیزه برخه

د میسج/ پیغام له مخې د وګړو شخصیت پېژندنه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

دې لیکنه کې مو په ټولنیزو رسنیو کې د پیغامونو د استولو له مخې د شخصیت ډولونه درپېژندلي. تاسو هم چې کله په ( وټسپ یا مسېنجر…. ) کې پیغام استوئ، هرومرو دغه یوه شمېره تاسو ته مناسبه ده.

اوږد مسېج/ پیغام لیکل د هغو کسانو ډېر خوښېږي چې هڅه کوي خپله خبره اوږده یا مفصله وکړي او له کلماتو سره لوبې کول یې خوښېږي. دا ډول کسان مهربانه وي او خپل احساسات په اوږد پیغام مقابل لوري ته ښکاروي.

لنډ پیغام ( هو، نه، ښا، هممم… ) لېږل د هغو کسانو عادت وي چې رښتیني دي. دوی هڅه نه کوي خبره واړوي راواړوي، راساً سیده همغه آر مطلب ته ننوځي. له کلماتو سره لوبې خوند نه ورکوي. څه چې ښه ورته ښکاري، همداسې سیده یې مقابل کس ته لیکي.

ایموجي/ څېرې کارول د هغو خلکو خوښېږي چې په حقیقي بڼه خپل حالت مقابل کس ته وړاندې کوي. دوی د دې پر ځای چې چاته اوږد پیغام ولیکي او ووایي چې فکر مې خراب دی، ځي او د ژړا ایموجي استوي، خبره خلاصوي؛ خو کله کله ایموجي هم بسنه نه کوي.

د ترلاسه شویو پیغامونو په ځنډ ځوابول دوې خبرې لري. یو هغه کسان چې سخت بوخت دي. د دوی شخصیت مسوولیت منونکی دی او غواړي تر پیغامه خپله دنده اړینه وبولي. دویم هغه کسان پیغام ناوخته ځوابوي چې له مقابل لوري خپه یا مغرور وي.

پرله پسې پیغامونه او د یوې موضوع اړوند ژر ژر پیغام استول د هغو کسانو کار دی چې پرمختګ یې موخه او د دندې اړوند د خپل رسالت پر ځای کول یې خوی شوی وي. دا کسان د دندې اړوند ژر ژر مسېج کوي او مقابل لوري کې خوځښت راولي چې نور نو خپل کار ته پام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx