شعـــــرونه

لوڅې یې اوږې دي په ځیږو تیږو یې بار دي/ کاروان

پير محمد کاروان

لوڅې یې اوږې دي په ځیږو تیږو یې بار دي
پوندې یې چاودلې چې ګنډلې یې په تار دي

تش یوه وړه غوندې جونګړه جوړوي پرې
یخ شمال او څاڅکي د باران ورته په قار دي

پښې یبلې له غره نه ښکته دښتې ته روان دی
لرې یې منزل دی قدمونه یې بیمار دي

داسې څوک یې نه شته چې یې لاس ورباندې سپک شي
یار د دې موسم ګل د اینځر او پښې د مار دي

دوه زلمي زامن یې یو طالب او بل عسکر و
هی هی ترې اخیستي د ټوپکو اُستکار دي

بُورې مور هم دوه غشي خوړلي په زړګي دي
دوه غشي مات شوي په ټټر کې هم د پلار دي

دوه پټي یې سېل وړي دي یو پټی ورپاتې
نه یې پرې زعفران کرلي نه یې پرې کوکنار دي

یو څه غنم ګي به خدای خبر که په لاس ورشي
خړې خړې ورېځې د ږلۍ په انتظار دي

تیږې تیږې ژوند پر اوږو بار د افغانانو
ډېرې پیرزوینې یې خاونده ستا په کار دي

دا موسم رنځور دی دا به داسې غزل غواړي
توري یې کاروانه چې دانې دانې آنار دي

۲۳ قوس ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx