ټولنیزه برخه

څنګه مې لمونځ پیل کړ؟

ژباړه: مولوي محبوب شاه ساجد

د هغه کس لنډ داستان چي لمونځ یی نه کاوه…

هغه وایی:

یوه ورځ په ټولګۍ کي ناست وو د دیني علومو د مضمون ساعت وو ، ښوونکي چي صنف داخل سو ، د زده کوونکو څخه یی پوښتنه وکړ…

ستاسو په نظر کوم کسان لمونځ نه کوي؟
لومړي زده کوونکي وویل:
(هغه کسان لمونځ نه کوي چي مړه سوي وي)

دوهم شاګرد وویل:
(هغه کسان لمونځ نه کوي چي لمونځ کول یی زده نه وي)

دریم شاګرد وویل:
(کوم کس چی مسلمان نه وي هغه لمونځ نه کوي)

څلورم وویل:
(څوک چي د الله تعالی څخه نه بیریږی لمونځ نه کوي)

ټولو شاګردانو خپل نظرونه وویل ، خو زه حیران وم چي څه ووایم ، ځکه ما هم لمونځ نه کوي.

د ځان سره می وویل:
زه په کومه ډله کي یم؟
۱- آیا مړ سوي یم؟
۲- آیا لمونځ می زده نه دي؟
۳- آیا العیاذ بالله مسلمان نه یم؟
۴- آیا د الله تعالی څخه نه بیریږم؟

نو ولي لمونځ نه کوم؟!!

د ځان سره می وویل:
کچیری په قبر کي زما څخه پوښتنه وسي چي:

ته خو ژوندی وي!
ته خو مسلمان وي!
ستا خو لمونځ هم زده وو!
نو ولي دي لمونځ نه کاوه!؟

ولي!!!!
نو زه به څه جواب ور کوم!!!

پر بدن مي سخته لرزه راغلل او کلک هوډ مي وکړ چي بیا به ددعذر پرته هیڅکله لمونځ قضاء نه کړم ، الله تعالی ته می توبه او رجوع وکړل.

تاسو هم فکر وکړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx