دیني، سیرت او تاریخ

د مسیحیت تحریف او د رهبانیت عجایب

لیکوال: مولانا ابوالحسن علی ندوی رح
ژباړه: مولوي محبوب شاه ساجد

د اخلاقي انحطاط سیلاب او حیوانیت د رومي جمهوریت په اواخرو کي بت پرسته رومیان پر سر اخیستي وه ، د ځان پرستۍ او شهوت رانۍ سمندر په څپو وو ، داسي چي رومیان یی تر ستوني پوري غرق کړي وه.

بت پرسته رومیان په معابدو کي د خپلو خدایانو عبادت کاوه ، مګر د نمایش په سالنونو کي په خپلو خدایانو ملنډي وهلي ، وضعیت همداسي روان وو تر دي چي قسطنطین واک ته وسید او نصرانیت یی هم ومانه.

په دغه وخت کي نصرانیت پر بت پرستۍ باندي غلبه ومونده او یو پراخه امپراطوري یی را منځته کړه.

خو له بده مرغه هغه مسیحیت چي د جګړو په ډکر کي بریالۍ وو ، ډیر ژر د ادیانو په جګړه کي د بت پرستۍ په وړاندي مغلوب سو ، ځکه رومي بت پرستانو د مسیح علیه السلام او دده د پیروانو دین مسخ او تحریف کړ او تر ټولو زیات تحریف قسطنطین چي ځان یی د مسیحیت حامي ګاڼه پکښي را منځته کړ.

(شرک او بت برستي مسیحیت ته داخل سو ، د مسیحیت او شرک په کشمکش کی دا دوه داسي سره خلط سول چي یو نوی دین ور څخه جوړ سو داسي دین چي د مسیحیت او بت پرستۍ دواړو ښکارندوی وو)

دلته نو د اسلام او مسیحیت توپیر د ورایه ښکاري ، ځکه اسلام د مسیحیت خلاف (د پرستۍ نظام) د ريښي وایستي او خپل عقاید یی ډیر صفا او د هر ډول باطل ګډون څخه پرته خپاره کړل.

تباه سوي مسیحیت چي بت پرستۍ لاره ورته پیدا کړي وه او ور سره خلط سوي وه ، او خپل روح جمال یی له لاسه ور کړي وو ونکړای سوای چي د روم د امپراطوري لاري ته تغییر ور کړي او د زوال څخه یی وژغوري ، بلکه داسي رهبانیت یی را منځته کړ چي د متمدن انسان دپاره د روم د بت پرستۍ او حیوانیت څخه ډیر بد وو ، دا رهبانیت د مسیحیت په نړۍ کي په سخت لیونتوب لاس پوري کړ او بلکل د چوکاټ څخه ووت.

مورخینو د دینی رهبانیت د لیونتوب خورا نادري پیښي را نقل کړي دي.

د دین او اخلاقو د سمون په خاطر د جسم آزارول پوره دوه پیړۍ آدامه پیدا کړه.

راهب ما کاریوس پوره شپژ میاشتي په مردارو او بوینو لوشو کي په لوڅ بدن تیر کړل ، تر څو زهرجني غوماشی یی جسم وچیچي ، د هغه بل ملګري راهب یوسیبیس درنه اوسپنه په ځان زړولی وه او پوره دري کاله یی د لوشو په مدار څاه کي تیر کړل ، راهب یوحنا پوره دري کاله پر یوه پښه باندي ولاړ وو او ناسته یی نه کول خوب یی هم نه کاوه ، هر کله چي به ډیر ستړي سو نو دیوال ته به یی تکیه کول ، ډیرو راهبانو یوازي واښه خوړل په غارونو ، نړیدلو قبرونو او ژورو څاهانو کی یی ژوند کاوه ، او په دي باور وه چي دجسم پاکي د روح د پاکۍ سره په ټکر کي ده ، د بدن مینځل یی ګناه ګڼل….

راهبانو د ښارونو څخه ماشومان غلا کول او تښتول ، غارونو او دښتو ته یی د ځان سره بیول تر څو راهبان ور څخه جوړ کړي.

د رهبانیت پایله دا سوه چي رزایلو د فضایلو ځای ونیو او ښه اخلاق کاملا د منځه ولاړل ځکه دا یو غیر فطری او غیر دیني کړنلاره وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx