افغانستان

غزني کې د دولتي عسکرو په ډزو یو تنکی ځوان په «شهادت» رسېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې یو تنکی ځوان په «شهادت» رسېدلی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو نن د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د دهیک ولسوالۍ په «تاسنګ» سیمه کې د خلکو په کورونو د هاوانونو بریدونه کړي، چې له امله یې د عطاءمحمد په  نوم یو ۱۲ کلن هلک د «شهادت» ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx