افغانستان

د بغلان مرکز پلخمري کې د نښتې پرمهال ۱۳ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د نښتې  پرمهال د ۱۳ دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز مسئولین وايي، طالبانو تیره شپه د پلخمري ښار «وزیرآباد» سیمه کې د دولتي عسکرو پر یوې پوستې ډله ییز برید کړی، چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوې ده.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې دغې نښتې نن د چهارشنبې تر سهاره دوام وکړ؛ خو په نښته کې د اووښتو تلفاتو په هکله یې بې خبري وښودله.

په ورته مهال د بغلان د ولایتي روغتون یوې باوري سرچینې «روزنامه صبح کابل» ورځپاڼې ته ویلي، چې د تیرې شپې نښتې له ځایه ورته د ۱۳ دولتي عسکرو جسدونه او ۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

دا څرګنده نه ده چې دغه پوسته اوس د طالبانو لاس کې ده او که دولتي عسکرو بیرته فعاله کړې ده. د بغلان ولایتي چارواکو هم تراسه ددې پوستې د بیا فعالېدو په هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx