روغتیا

د کرونا پېښو زیاتوالي سره نړۍ یو وار بیا د محدودیتونو په لومه کې شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کرونا وبا دوهمې څپې په لړ کې يو شمېر اروپايي هېوادونو د پېښو مخنيوي لپاره د عام ګرځبنديز اعلان کړی دی.

د کرونا په لړ کې جرمني، هالنډ، برتانيا، فرانسې، هسپانيا او يو شمېر اسيايي هېوادونو په ډيرو برخو کې د بنديز پريکړه کړې ده.

د جرمني لومړۍ وزيرې انجيلا ميرکل تېره ورځ د يوه خبري کنفرانس له لارې خپلو هېوادوالو ته خبرداری ورکړ چې له جدي پاملرنو پرته به له بد وضعيت سره مخ شو.

په جرمني کې چې د کرونا په کابو کولو کې له لومړني هېوادونو څخه و، اوس نږدې هره ورځ له ۳۰ زره مثبتو پېښو سره شاوخوا ۸۰۰ کسان مړه کيږي. دوی هېواد کې د ښوونيز مرکزونو سربېره په ترانسپورت او سوداګريزو برخو کې جدي بنديزونه لګولي دي.

په جرمني کې تېره ورځ د کرونا له کبله ددغه هېواد په کچه تر ټولو زيات کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۲ کسان د کرونا قرباني شوي دي. دغه هېواد کې نن چهارشنبه ښاربندي پېل شوې ده.

د اروپايي هېوادونو په ليست کې هالنډ هم عام ګرځبنديز اعلان کړی دی، ددغه هېواد لومړي وزير مارک روټي وړمه ورځ اعلان وکړ چې د جنوري تر ۱۹مې نيټې به ښوونځي، موزيمونه او جيم ځايونه د خلکو پرمخ بشپړ تړلي وي.

نوموړي د هالنډ خلکو ته د وينا پرمهال وويل: موږ د کرونا له سخت وضعيت سره مخ يو، دا ويروس د انفلونزا په څېر نه دی، بلکې يوه ساري ناروغي ده چې کولی شي ټول خلک هم ونيسي، «د کابینې په توګه، موږ د هغو ګامونو له سختوالي څخه خبر یو چې نن ورځ یې نیسو، په ځانګړي توګه د کرسمس له راتلو سره».

بل لوري د برتانيا په پلازمینه لندن کې هم پر يو شمېر عامه ځايونو محدوديتونه لګېدلي دي. د لندن ښاروال صادق خان ويلي چې «دوی اوږد ژمی په مخ کې لري»، په دې لړ کې يې د کرونا ازموینو ۸۵ نوي مرکزونه پرانېستل، او اعلان يې وکړ چې په دغه ښار کې به دريمه درجه ګرځبنديز ولګوي.

دريمه درجه د محدوديتونو سخت حالت دی چې له مخې به يې شرابخانې، تفريحي ځايونه او ريستورانتونه وتړل شي.
که څه هم برتانيا د کرونا واکسين پېل کړي خو لا هم دغه هېواد کې هره ورځ زرګونه نوې پېښې ثبتيږي او سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راز فرانسه کې که څه هم د کرونا مثبتې پېښې زياتې دي خو ښاربندي لرې کړای شوېده، بيا هم يو شمېر محدويتونه پر خپل حال دي. دغه راز چيک ريپبليک هم د ديسمبر په پای او د جنوري په پېل کې يو شمېر محدوديتونه اعلان کړي دي.

بايد وويل شي چې ايټاليا، هسپانیا، فرانسه او برتانيا هغه اروپايي هېوادونه دي چې د کرونا پرمهال په ترتيب سره په کې ډيرې پېښې ثبت شوي دي.

دا بنديزونه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې په پورتني هېوادونو کې د کرسمس او نوي کال رخصتۍ راروانې دي. عموما په مالونو، ريستورانتونو او تفريحي ځايونو کې ګڼه ګوڼه زياتيږي او خلک راټوليږي.

د يادونې وړ ده چې په اسيايي هېوادونو کې ډير ځپل شوي هېوادونه هندوستان او ايران دي چې لا هم هره ورځ له ۵۰۰ زيات کسان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، دغه راز په سويلي کوريا او جاپان کې په لومړي مثبتې پېښې زياتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx