نړۍ

سعودي حکومت ۱۰۰ امامان او خطيبان «د اخوان المسلمين د خطر» نه اعلانولو له امله له دندو ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سعودي د مذهبي چارو وزارت ۱۰۰ ملا امامان او خطيبان له دې امله له دندو ګوښه کړي، چې له اخوان المسلمين ګوند سره يې خپله دښمني نه اعلانوله او نه يې په دې اړه خلکو ته خبرداری ورکاو.

د سعودي الوطن ورځپاڼې ليکلي، چې د دعوت او ارشاد عالي ادارې د مذهبي چارو وزارت څخه غوښتنه کړې په مکه مکرمه او د سعودي په شمال القصيم کې سل ملا امامان او خطيبان له اخوان المسلمين ګوند سره خپله دښمني نه اعلانوي او نه هم د دغې ډلې د خطر په اړه خلکو ته خبرداری ورکوي.

د الوطن ورځپاڼې په وينا له تېرو دوو اونيو راهيسې د دغو امامانو په اړه څېړنې وشوې او وروسته يې نومونه د ګوښه کېدو په موخه د مذهبي چارو وزارت ته سپارل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، دغه سل امامان او خطيبان د مذهبي چارو د وزير شيخ دوکتور عبداللطيف آل الشيخ د هغه فرمان له مخې ګوښه شوي، چې ټول امامان او خطيبان بايد د اخوان د خطر په اړه په خپلو خطبو کې خلکو ته معلومات ورکړي او دغو امامانو د وزارت فرمان نه دی عملي کړی.

آل الشيخ په خپل ټويټ کې ويلي، چې ټول خطيبان بايد د جمعې په خطبه کې «د اخوان المسلمين ترهګر ګوند په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د هغوی له ملګرتيا او خواخوږۍ يې راوګرځوي.»

تر دې وړاندې د مسجد الحرام خطيب او امام شيخ عبدالله بن خياط هم د جمعې په يوه خطبه د اخوان المسلمين پر خلاف وينا کړې وه او خلک يې د هغوی له ملګرتيا او خواخوږۍ منعه کړي وو.

د سعودي د سترو علماوو ډلې تېره مياشت په يوه شريکه اعلاميه کې اخوان المسلمين «ترهګراو له اسلامي منهجه وتلي بللي وو.

په دغه اعلاميه کې راغلي و، چې اخوانانيان د اسلام تر سيوري لاندې خلک د حکومتونو پر خلاف بغاوت او سخت دريځۍ ته رابولي.

همدارنګه د سعودي مشر مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشيخ هم په خپلو څرګندونو کې پر اخوانيانو نيوکې کړې وې، دغه ډله يې بې لارې او د وينو تويوونکې بللې وه.

اسرائيلو د اخوان المسلمين پر خلاف د سعودي علماوو د فتوا هرکلی کړی

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت اړوند «اسرائيل بالعربية» ټويټر پاڼې د اخوان المسلمين پر خلاف د سعودي د سترو علماوو د هغې فتوا هرکلی او ستاينه کړې، چې اخوانيان يې له اسلامي منهجه وتلي او ترهګر بللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الهي په عاجزي دعا درته کوم چي د مغرورو واکمنو د ظلم کاسه نسکوره کړې او مظلومان، په تېره اسلامي غيرتمن عالمان په خپله ساتنه او ژغورته وساتې آمين يا رب العالمين!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx