نړۍ

د پېښور پوليسو علي وزير نيولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان پارلمان خپلواک غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ايم» رهبري غړی علي وزير د پېښور پوليسو نيولی دی.

پر علي وزير تور دی، چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې يې د پاکستان مخالف وينا کړې او د پېښور پولیسو د سند پولیسو په غوښتنه نيولی دی.

د پېښور پوليسو سرچينو ويلي، چې علي وزير به د سند پوليسو ته سپارل کيږي.

د پاکستان پارلمان خپلواک غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ايم» رهبري غړي محسن دوړ د علي وزير د نيولو غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دوی به د دې کار مناسب ځواب وايي.

د محسن دوړ په وينا علي وزير يې د دوی پارولو لپاره نیولی.

د يادونې وړ ده، چې د روان ډسمبر په ۷مه کراچۍ کې ځينو کسانو د پوليسو يوه مرکز ته پر علي وزير عریضه کړې وه، چې نوموړي د پاکستان خلاف ويناوې کړي دي.

علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ رهبري غړي تر دې وړاندې هم څو ځل نيول شوي او بېرته خوشې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

انشاءالله که خدای کول پنجاب بی دینه ریاست به دا غیور پښتانه ختموی. اوس اوس د افغانانو هیله هم همدوی ته ده ځکه چی طالبان مو نه پښتانه شول او نه هم درست او مکمل افغانان. مونږه ګورو چی همدا طالبان اوس د پښتنو پر ضد فاکستان ته جاسوسی کوی او قومی مشران په یو او بل نوم سره وژنی. د کابل حکومت خو هسی لاسپوڅی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx