افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د پوځ لوی درستیز له اشرف غني سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د پوځ لوی درستیز «مارک میلي» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره لیدلي او د افغانستان د سولې او نورو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب،د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابل د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا، او د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون درلود او په مهال یې د سولې پروسې، د جګړې د شدت په کموالي، اوربند او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د ارګ د خبرپاڼې په اساس، دواړو لوریو په افغانستان کې د جګړې د شدت د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې او مارک میلي د کابل حکومت له عسکرو د خپل ملاتړ د دوام ژمنه کړې.

د امریکا د لوی درستیز او اشرف غني تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه په دوحه کې خبرو ته ناست دي.

امریکا پلان لري، د نوي کال د لومړي میاشتې تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه (د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې) له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx