افغانستان

کندهار ته د غني سفر: ښاریان وايي، «پولیس خوړل کوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له یوه دولتي پلاوي سره یو ځای کندهار ته تللی؛ د یاد ښار اوسېدونکي وایي، پولیس د امنیت په نامه په خلګو ته سپکې سپوري وایي او له ښار یې د جګړې لومړۍ کرښه جوړه کړې.

غني چې چې د کندهار د امنیتي وضعیت ارزولو په پلمه یاد ولایت ته سفر کوي؛ له وړاندې ورته د ښار ټولې برخې تړل شوې دي او عامو ښاریانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې تګ راتګ وکړي.

ویل کېږي، نوموړی به له ځایي چارواکو سره د لیدنې تر څنګ په ۲۰۵ اتل قول اردو کې یوې لویې ناستې ته وینا هم واوروي.

تېره ورځ د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ولیکل، چې د اشرف غني د راتګ له امله به یوازې د ښار محدودې برخې تړل شوې او ښاریان کولای شي؛ په نورو برخو کې په عام ډول تګ راتګ وکړي؛ خو امنیه قوماندانۍ بیا په بله خبرپاڼه کې د ښار د بندېدو خبر ورکړ او له خلګو یې وغوښتل چې له اشد ضرورت پرته له کورونو راونوځي.

کندهار مېشتی خبریال «بسم الله وطندوست» پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دندې ته د تګ په مهال پولیسو «بې عزته» کړی او سپکې سپورې يې ورته ویلي.

ده ښاریانو ته توصیه کړې، چې د خپل «عزت» د ساتلو په موخه له پولیسو سره مخ نشي او ښار ته له تګ دې ډډه وکړي « مه راوځئ! پولیس مو خوري، هغوی د ښار له ټولو واټونو څخه د جګړې لومړۍ کرښه جوړه کړې ده.که غواړئ، لکه زه بې عزته نه سئ، د لسګونو خلکو مخ ته مو کش نه کړي، کور کي پاته سئ!»

د نذیر په نوم یو بل کندهار مېشتي لیکلي، چې د ښار اړوند «شوراندام سبزي مارکیټ» سره پولیسو د کلاشنکوفونو په کونداغونو موټرونه وهل او هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې ولاړ شي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې ولایتونو ته د اشرف غني د سفر له امله ستونزې راولاړېږي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا د غني د تګ له امله ښاریان په مشکلاتو اخته شوي او حتی ناروغانو د لارو د بندېدو له امله روغتون ته تر رسېدو وړاندې ساه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

داسی معلومیږی چه دکمونسټانودحکومت انتهاده دغه چه ځانونه طالبان بولی دغوته لازمه ده چه دالله وبیریږی هغوملایانوته چه دقرانکریم عالمان دی اودملک وسیاسی عالمانوته موقع ورکړی که داسی ونکی نسی کامیابیدای ملک به نوربربادکی زموږلوی دښمن انګریزدۍ او I S I ،اوتبلیغی جماعتونه په قرآن تبلیغ نه کوی دانګریزانو دپاره کارکوی.په احترام عبدالواحد اڅګزس

رښتينيار

لوی څښتن ښه پوهېږې او هغه ته به له دې لغړيانو څخه شکايت کوو، زما د سترګو ليدلو حالاتو پر بنسټ عزتمنو او غيرتمنو کندهاريانو ته په کندهار کي ژوند ډېر مشکل سوی دی. په کندهار کي د مسلطو لغړيانو له خوا په سوونو بې ګناه انسانان په شخصي زندانونو او دولتي توقيف ځايونو کي داسي کړول سوي چي ټول بدن يې په وينو کي پټ سوی، د اوبو پر ځای بولي په څښل سوي او تر وهلو لاندي وژل سو دي، ډېر لږ کسان د خدای په فضل د عمومي زندان به بند محکوم سوي دي. دا د خلکو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx