افغانستان

جرمني په کندوز کې د بمبار شوو افغانانو کورنیو ته «تاوان» نه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): یوې جرمنۍ محکمې پرېکړه کړې، چې په کندوز کې د جرمني عسکرو لخوا بمبار کې د وژل شوو ملکي افغانانو کورنیو ته «تاوان» نه ورکوي.
دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د جرمني د اساسي قانون محکمې کړې او ادعا یې کړې چې د نړیوالو حقوقي اصولو له مخې د کندوز هوايي برید کې د وژل شوو افغانانو کورنۍ به هیڅ ډول مستقیم د خسارې جبران(ملهمانه) ترلاسه نه کړي.

یادې محکمې دغه راز استدلال کړی، چې د خسارې د جبران دعوه د نړیوالو اصولو او د جرمني د ملي قوانینو سره په هیڅ ډول اړخ نه لګوي.

جرمني ځواکونو په ۲۰۰۹م کال کې د کندوز مرکز ته څېرمه پر ولسي خلکو په داسې مهال بمبار وکړ، چې خلکو د بهرنیو ځواکونو له دوو ویشتل شوو ټانکرونو څخه تیل لیږدول.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي افغانان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي وو.

که څه هم هغه مهال جرمني ځواکونو ددغې پېښې قربانیانو ته د «تاوان» ورکولو ژمنه کړې وه؛ خو له ۱۱ کلونو وروسته اوس د جرمني د اساسي قانون محکمې ددې «تاوان» ورکولو څخه غاړه غړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د قطر توافقنامی کی صرف دا وه چی طالبان باید په حکومت کی شریک شی؟ یوه برخه د موافقنامی باید دا هم وای چی د خلکو د کورونو تاوان دی ورکړل شی، د اوبو بندونه، پلونه، شفاخانی او مکتبونه چی د کافرو په بمباریو کی ویجاړ شوی د دا ټولو تاوان دی باید چی ورکړل شی. په توحی کسان صرف د خپلو د چوکی او شخصی منافعو لپاره کار کوی د اسلام له نوم څخه ګټه پورته کوی، تش په نامه د جهاد سوری او ناری وهی په ولاکه یو یی د ملت، خلکو او د ملک د منافعو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx