افغانستان

د دولتي عسکرو بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د دولتي عسکرو لخوا د یو زیارت ویجاړولو او ۶۵ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سره طالبانو یاد عسکر د ملکي تلفاتو په زیاتولو باندې تورن کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دولتي عسکرو تیره اونۍ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ملکي خلکو پرضد ۲۸ ځمکني او هوايي بریدونه ترسره کړي:

«له تیرې جمعې ورځې څخه را نیولې تر نن پنجشنبې پورې د کابل ادارې عسکرو د هېواد په ۱۶ ولایتونو(هرات، پکتیکا، کندهار، ارزګان، فاریاب، جوزجان، کندز، بغلان، ننګرهار، لغمان، فراه، میدان وردګو، غزني، هلمند، بادغیس او نیمروز) کې په ملکي خلکو ۲۸ ځلکه بریدونه او بمبارونه کړي دي.»

طالبان وايي، په دغو بریدونو ې د میرمنو او ماشومانو او یو دیني عالم په ګډون ۴۲ ملکي هېوادوال «شهیدان» شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د دولتي عسکرو لخوا په غزني ولایت کې د ملا نوح بابا زیارت او ۶ کورونو ویجاړولو د پېښې غندلو ترڅنګ طالبانو په نړیوالو بشري سازمانونو غږ کړی چې ددغو «جنایاتو» د مخنیوي لپاره خپل مسئولیت ترسره کړي.

«اسلامي امارت دغه وحشیان متکرر جنایات په کلکو ټکو غندي، بشري ضد جنګي سرغړونه يي بولي او یوځل بیا په نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو غږ کوي چې د کابل ادارې د خپل سریو او انساني ضد اعمالو غندنه وکړي او په مخنیوي کې خپل مکلفت ترسره کړي.»

دا په داسې حال کې چې تیره اونۍ د دولتي عسکرو لخوا ۲۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه؛ خو د روانې اونۍ د ملکي تلفاتو په هکله د طالبانو تازه راپور څرګندوي چې د دولتي عسکرو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx