ټکنالوژي

افغانستان کې پر «پابجي» ګيم بنديز ولګېد

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم بورډ ادارې (اترا) په دغه هېواد کې پر مشهور ويديويي ګيم «پابجي» بنديز ولګاوه.

د ياد وزارت له لوري په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويل شوي، تر اوږدو تحقيقاتو وروسته د اترا ادارې بورډ په افغانستان کې د پابجي ګيم بندولو پريکړه وکړه.

ددوی په وينا، د ګيم بندولو ترڅنګ افغانستان کې د نورو خشنو ګیمونو ليست هم چمتو کوي، تر څو يې فلټرايزيشن او مارکيټ د تنظيم پاليسي تطبيق او په اړه يې پريکړه وکړي.

اترا بورډ وايي چې افغانستان کې د افغاني ارزښتونو سره سمو ګيمونو جوړونکو او ډويلوپرانو نه ملاتړ کوي او ددوی ته د پانګونې او زمينه سازۍ ملاتړ کوي، خو داسې ګيمونه چې د ځوانانو وخت ضايع کوي او ددوی د بې لارې کېدو لامل کيږي اجازه نه ورکوو.

له دې وړاندې هم د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت او اترا پر پابجي ګیم بنديز لګولی و، خو وروسته يې دغه پريکړه بېرته اخيستې وه.

د پابجي ويديويي ګيم چې د يوه سويلي کوريايي ستوديو بليو هول له لوري د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې وړاندې شو، اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۳۵ مليونه کاروونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx