شعـــــرونه

وروري نشته خپلوي درومي/ همراز

مدثر همراز

وروري نشته خپلوي درومي او یار له منځه ځي
رو رو مې په خپل هر څه اعتبار له منځه ځي

چې زي بس پرې خوشحاله یم د بل په غم کې نه یم
که دوست که خپل دښمن وي که مې پلار له منځه ځي

دا وران ویجاړ وطن مو د مرګي په تبه پروت دی
که زر علاج ونه شي دا بیمار له منځه ځي

د دنګو غرو ښایسته ښایسته ځوانانو کډی وکړی
نختر له مځه لاړه او چنار له منځه ځي

همرازه دا به خوب وي که به خیال که حقیقت دی
خبریږمه ددې وطن اغیار له منځه ځي

مدثر همراز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx