شعـــــرونه

څنګه دي پرېښودم په نيمه کې تنها، لاړې/ ريحان

شفاعت ريحان

څنګه دي پرېښودم په نيمه کې تنها، لاړې
بېرته راستون نۀ شوې لاليه! لکه سا لاړې

رڼې اوبۀ نۀ وې چې تلو کې مې پاشلی درته
درپسې و مې شيندل څاڅکي د ژړا، لاړې

د مئينتوب دي اِقتدا راپسې کړې وه خو
دا عبادت دي کړ په نيمه کې قضا لاړې

مړه نو دومره ناځواني کوي ياري کې سړی؟
نۀ دي خبره کړه او نۀ کومه سلا لاړې

تا مې قسمته سره يو ځای په ما ټوکي کړلې
يو ځلي لاړې، بېرته راغلې، بېرته بيا لاړې

زۀ د دردو ارو رېبلم چې لتا بېلېدم
ستا هم د حُسن زور اوبۀ شو چې له ما لاړې

نو شفاعته! څوک خو دومره ناروا نۀ کوي
په غلا مې زړۀ لره راغلی وې، په غلا لاړې

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx