شعـــــرونه

ګرانه هجر دې په زړه زخمي زخمي کړم/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

ګرانه هجر دې په زړه زخمي زخمي کړم
یم وتلی د همزولو له سـیالـۍ نـه
که رشتیا راباندې وایې د زړه سره
زړه مې تور دې بس تنها له زنده ګۍ نه

ته چې لاړلې په ملا درپسې خم شوم
جانه مرم درپسې نور نه پاتې کېږم
یاره هجر دې یم دومره درده ولی
بلکل وسومه تک تور نه پاتې کېږم

هر یادګار ته دې یو ښه شیبه درېږم
ستا د لاس نښې یادونه پکې ګورم
پاڼه پاڼه اړوم دې کـتابونه
ستا لیکلي وصیتونه پکې ګورم

په زړګي پورې یې نیسم ښکلوم یې
د ستا مینه ماتوم په تصویرونو
لیونی زړګی مې رام دی ورته مات دی
ګوزاره کړمه اشنا ستا په یادونو

کله هم چې ستا د ناستې ځای ته ورشم
ټولې نښې خاطرې ذهن ته راشي
زړه مې درد وکړي او اخ مې له خولې وځي
ستا خوږې خوږې کیسې ذهن ته راشي

ټول یاران دې، خوشحالۍ دي فتوحات دي
خو ستا نه شتون پکې ګرانه سړی وژني
ته خبر یې او کــنـه د ښکلا میره
چې هجران دی په سینه کې زړګی وژني

بس هغه زېړ مازدیګر هغه یاران دي
ځي کمین ته خو ته نه يې عجیبه ده
د پیکا سندریز غږ دې  پکې ورک ده
خاموشي ده او د غم ډکه صحنه ده

کاش یو څه وخت خو له پاتی وای دلبره
ګل کیدې مو مړاوې هیلې ارمانونه
رسیدلي وو بس نور هغه دوران ته
چې ګالل مو ورته ستونزې زخمتونه

خو تا وکړلو تلوار ډېر بیړوندی شوې
مونږ دې پرېښو ته د حورو کلیوال شوې
د حمزه په څېر دې ځان ټوټې ټوټې کړو
د خُبیب او د عمار د کاروان سیال شوې

ته د داسې کاروان مل شولې اتله
چې یې کړي تمنا نبي سلطان ده
ثُمّ اُقْتل ثُمّ اُحْیَ یې ویلي
دا غوښتنه مې دخوږ شرین جانان ده

دا منم چې  شهادت اوچت مقام ده
خو فراق دې ګرانه تور ستي ستي کړم
د ستا نه شتون ځوانی مرګه طالب جانه
د بادم غوندې په زړه زخمي زخمي کړم

پوره خدای ده خو زه ستا په سر پوره وم
ته چې نه یې ګرانه یم  ،فواد، نیمګړی
هسې ګرځي په ژوندیو کې حساب دی
کنی نور جوړ له ،،هلاله،، د ګور مړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx