نړۍ

روسیه: دباروړونکی الوتکي دلویدو له کبله ۱۱ کسه ووژل شول

Russian_airoplane(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۹) دروسیی ملکی هوایی شرکت خبرورکړي دی یوه باروړونکي التوکه یی نن سهار دهیواد په ختیځ کی راولویده، او په الوتکه کي سواره ۱۱ کسه ټول وژل شوی دی خبرکي راغلي دي چي رالویدلي الوتکه د انتونوف ۱۲ په نامه سره باروړونکي الوتکه وه چي دتشوکوتکا سیمي ته څیرمه دخپل هدف په لور روانه وه، دروسیی دملکي هوایی شرکت چارواکو زیاته کړه چي په اول کي الوتکه له هوایی ډکر سره په تماس کی وه،

او دمیدان ومسئولینو ته یی په الوتکه کي دتخنیکي خرابي خبرورکړی وو، اوغوښتو یی چي بیړني ناسته وکړي، خو وروسته درادارله سترګو څخه ورکه شوه، له سیمي څخه عیني شاهدانو خبرورکړي چي لومړی له الوتکي څخه تیل تویدل پیل شو او وروسته یی په یوه برخه کي داورلمبي راپورته شوی اوپرځمکه باندي راپریوته.

خبرزیاته وي چی الوتکه دماجادان په سیمه کي ۳۰۰کیلومټره لري دخپل هدف تشوکوتکا په لور روانه وه، چي د رادار له نظره ووته، دپیښي وځآی ته هلیکوپټر الوتکه په داسی حال کی استول شوی چي دغرونو دسلسلو له کبله پرمنطقه باندي ډیر غبار پروت دي کیدای شي بیړني عملیات له مشکلاتو سره مخ کړي، چارواکي وایی تراوسه پوري په الوتکه کی دسورلیو له منځه دکوم ژوندی پاته شوی کس خبرنه ده ورکول شوی.

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x