نظــر

ډموکراسی ښکاره شوه

بسم الله االرحمن الرحیم

د ډموکرسی پلویان چیری دی چه مونږ ته په افغانستان کی د خپلو دموکراتیکو ټاکنود مثبتو پایلو څرګندونه او د مظلوم اولس دی لاندی پوښتنو ته ځواب پوره او رشتینی ځوابونه ووایاست :

لمړی ـــ همدی درغلیو ته ډموکراسی وایی چه په اول او دوهم پړاو کی هیوادوالو او نړیوالو په خپلوسترګو ولیدلی ؟ دوهم ـــ همدی ته دیموکراسی وایی چه د خلکو رایوی یی صرف د یوی نمایشی ډرامی د پاره وکارولی چه هیواوال او نړیوال پری تیرباسی ؟ دریم ـــ دموکراسی کی هغه څوک چه دروغ ، فریب کاری او درغلی وکړی بیا هم د جمهوری ریاست وړتیا لری ؟ اشرف او عبدلله دواړه اصلا دملت اصلی شفافی رایوی نلری . څلورم ـــ د موکراسی کی غله ، درغلګر او فریب ګر د دی په ځای چه مجرم ورته وویل شی جمهور ریس او قاضی تری جوړیږی ؟ پنځم ـــ د دموکراسی د ۱۳ کلونو لویه لاسته راوړنه داوه چه شمالی تلوالی درسره موازی حکومت یعنی بغاوت اعلان کړو او په هماغه حکومتی پولیسی رینجرو او وسلو سره چه تاسو ورکړی او تجهیز کړی خپل زور تمثیلوی ؟ شپږم ـــ د دموکراسی اشغال لاندی مو په ټاکنو کی مو د خپلواکی که دغلامی احساس وکړو ؟ په ځانګړی دول هغه ورځ کله چه د ټاکنو پایلی اعلانیدلی . اووم ـــ د د موکراسی او لوی بادار په نظامی حضور کی چه دوی غوښه او چاړه دی ، د غلامی اداری عمر به نور څومره پاته وی مجاهدینو ته به د دوی لیری کول کومه ستونزه وی ؟

د ډموکراسی پلویان ، ایزمیان ، سیافان او اخوانیان په کومو سوړو ننوتل ولی چوپ پاتی دی دغه پوښتونو ته باید ځوابونه ولیکی چه د لویدیز له میدیا او رسنیو څخه به یی انقلابی شعارونه ورکول چه:

( وروره دیموکراسی ده) ، ( دموکراتیکیی ټاکنی ) ، ( د بیان او د ښځو ازادی ) ، ( د خلکو حکومت ، د خلکو له خوا د خلکو د پاره ) ، ( د بشر او د ښځو حقوق ) ، ( تمدن ) ، ( ساینس ) ، ( تکنالوژی ) او داسی نور د دوی ګرم شعارونه دی مګر مونږ ته یی عملی بڼه کی تشریح کړی .

دا د اشرف او عبدالله خبره نه ده چه عبدالله د تاجکو د پاره ښه او پښتنو د پاره بد او اشرف د پشتنو د پاره ښه او د تاجکو د پاره بد دی دواړه د استعمار څمڅی او دواړه د افغانانو دشمنان دی ، دا چه د عبدالله رایوی۴۳ او د اشرف غنی۵۶ په سلو کی تر ښودل شوی وی هغه د امریکایانو کاغذی رایوی وی ،اصیلو افغانانو نه عبدالله او نه اشرف غنی ته رایوی ورکړی په ځانګړی ډول اشرف غنی سره د زرونو بشتنو قاتل لمړی معاون او بیا هم اصیل پشتانه به ورته رایوی ورکړی مګر هغه چه د هغه په شان خلقیان ، افغان ملتیان او پرچمیان وی او هغوی اول افغانان نه دی او شمیر یی په فیصدی کی هم نه راځی نو ۵۶ په سلو کی رایوی او څو څلویښت په سلو کی رایوی د کومه شوی ؟

د ننګرهار د کومی ولسوالی په نوم مو د ټاکنو یو تصویر لیدلو چه د سل دوه سوه افغانانو اوږد قطار یی پکی تمثیلوو چه د رایوو اچولو د باره انتظار باسی تصویر ته چه ښه ځیر شوم د خلکو په خوا کی بارانی اوبه وی لکه بارانی ورځ چه وه په داسی حال کی چه له ټاکنو څو اونی مخکی او وروسته هلته باران نه وو شوی . چه پلټنه وشوه هغه تصویر د ژمی په بارانی موسم کی د کومی خیریه موسسی له خوا اخستل شوی وو وایی دروغجن حافظه نه لری دومره وارخطا دی چه د ډيرو خلکو تصویر رااخلی ولی دی ته یی فکر نه دی چه دا تصویر د ژمی او ټاکنی په دوبی کی تر سره کیږی .

دوه کاله مخکی چه د نن څخه امنیت هم څه ناڅه ښه وو د نورستان د ولایت دپاره د شوری غړی په کابل کی وټاکل شول زه هم هلته ووم پوښتنه می وکړه چه تاسی دوی ته څرنګه د نورستان د ولایت د شوری نوم ورکوی چه د نورستان یو څوکسان او هغه هم په کابل کی رایوی ورکوی ؟ ځواب یی راکړو چه د نورستان امنیتی وضع دومره خرابه ده چه مونږ خپلو کورنو ته نه شو تللی ، نو بیا دوه کلونه وروسته د جمهوری ریاست د پاره دوی څرنګه د نورستان په شان ولایتونو کی د خلکو رایوی ترلاسه کړی ؟ ولی که تاسی د رایوی صندقونه وګوری د نورستان او نورستان ته ورته ولایتونو صندوقونه به تر نورو ډیر ډک شوی وی.په ټاکنو کی دوه ډوله صندوقونه کاریدل یو د خلکو نمایشی صندوقونه او بل امریکایی د ټاکنو اصلی صندوقونه وو چه حساب ورباندی کیدلی شو .

همدارنګه په غزنی ، قندهار ، ارزګان ، هلمند فراه ، نیمروز ، پکتیا ، پکتیکا او نورو ولایتونو کی چه د اسلامی مقاومت ښکاره قرار ګاوی پکی پرتی دی هلته خپل حکومتی تشکیلات لکه والی ولسوال، قاضی ، مدیر او ریس لری تر دی چه نړیوال استعمار ورسره په دغومره لویوالی د بندیانو تبادله کوی او هغوی د ټاکنو سره جدی مخالفت اعلان کړی او او سره د دی دوی ته دی اته میلونه خلک د رایو اچولو د پاره راشی ؟ دا داسی ښکرور دروغ دی لکه څوک چه ووایی چه د نړی په فلانی هیواد کی یو نارینه دری بچی زیږولی دی .

امریکا څه د پاسه ۳۰۰ میلونه نفوس او حکومت هر څه په کنترول کی لری کوم مقاومت نشته که په ټاکنو کی یی لس سلنه برخه خلک برخه واخلی چه دیرش میلونه تری جوړیږی دوی وایی چه دا ځل ډیرو خلکو ټاکنو کی برخه اخستی وه ، ولی د افغاستان نفوس بیا یواځی کم وزیات ۳۲ میلونه دی مګرغلامه اداره ښکرور دروغ وایی چه ۸ میلونو چه د ټول نفوس څلورمه برخه کیږی افغانستان کی هغه کسان چه د رایو ورکولو وړتیا لری ۱۲ میلونه افغانان دی . ۸ میلونه افغانان چه رایوی یی ورکړی د ۱۲ میلونو .( ۶۷ ٪ جوړوی ) چه د رای ورکولو حق لری دا نمبر د نړی په کچه ډير لوی نمبر او ښکرور دروغ دی داسی معلومیږی چه د اسلامی امارت مچاهدینو هم په دی ووتونو کی لکه چه برخه اخستی ده ؟ د خندا وړ دا چه د ټاکنو ۴۰ په سلو کی ښځی او ۶۶ په سلو کی نارینه وو چه له دواړو ( ۱۰۶ ) جوړیږی یعنی د فیصدی حساب هم تری خطا شوی د شځو فیصدی یی باید ۳۴ ٪ لیکلی وی خو دا عدد هم ډیر اوچت عدد دی کشکی په دی هکله یی له خپلو بادارانو پوښتنه کړی وی .

په داسی یو هیواد یعنی افغانستان کی چه د نړی د فساد ریکارد یی مات کړلو ، فساد یعنی د مظلوم اولس حقوق تر پښو لاندی کول ، زورول ، هم یی په خپله او هم یی په نورو وژل ، بی عفته او بی عزته کول او داسی نور او نور ، په داسی یو هیواد کی چه چارواکو یی داخاوره اول په روسانو او بیا په امریکایانو وپلورله د څو ډالرو د پاره ورته خپل ناموس هم ارزښت نه لری نو د نورو به ورته څه ارزښت ولری له بهره په زوره په مونږ تپل شوی دی . اشرف او عبدلله د همدغه غلامی اداری یو خارجه اوبل مالی وزیر پاتی شوی یعنی د همدغه غلامی تپل شوی اداری او د فساد مهم غړی دی او د دوی د دی ټولو وحشتونو ، فساد ، مظالمو د هیواد ۶۷٪ خلک چه رایوی ورکولی شی د رایو صندوقونو مرکزونو ته ورځی چه دغه غلامانو ته رای ورکړی چه یو یا بل پاچا او دوی بیا مړه ، بی عزته او بی عفته کړی ؟ او بیا مو په امریکایانو او روسانو وپلوری ؟ او هغه هم په داسی حال کی چه دمجاهدینو له خوا ورته د مرګ اخطارونه هم ورکړی شوی او ډير مرګونه یی لیدلی هم دی ؟ او دا ویره پری د پاسه ده که یوه له یی رایه ورکړه هغه بل تری ګوتی پوزه او غوږونه غوڅوی ؟

باور وکړی حتی د پنجشیریانو ، کمونستانو ، سیافانو رایوی هم نه دی شمارل شوی ( یعنی هغه شمارل چه ارزښت ولری ) ، دا ټاکنی او دیموکراتیکی ټاکنی هر بل چیری یوه نمایشی ډرامه وی او وه اشرف او عبدلله د دی ووټونو په زیاتوالی او کموالی له اوله خبر وو مګر د دوی دا پوهول به لفظی او که عملی کړنو کی به وو یعنی هر یوه ته به یی د درغلیو جلا جلا جواز او بودیجه ورکړی وی ( والله اعلم ) ولی هم عبدلله پوهیدلو او هم اشرف پوهیدلو چه دا ووتونه د مظلوم اولس ووتونه نه دی د اولس ووتونه د انځورنو اخستلو او د هیوادوالو او نړیوالو د تیرویستلو د پاره وو او نه ورته اولس په دومره پیمانه ووتونه ورکړی او نه به یی ورکړی اولس د اسلامی مقاومت سره ددوی په ضد جبهه کی ولاړ دی چه تل دپاره دوی او د ددوی باداران له پښو وغورزوی نو دوی ته ووتونه څرنګه ورکړی ؟

اصلی هدف له دی ټاکنو څخه زمونږ دهیواد د شمال او جنوب خلکو ویشنه او جنګول دی او داسی جنګ چه د ظالم او مظلوم تر منځ به نه وی د ظالمانو تر منځ به وی مګر مظلومان به پکی کارول کیږی او وژل کیږی عوام به دوست او دشمن نه پیژنی بیکاری به دومره زیاته شی چه خلک به د لوږی د یوه ظالم سره چه معاش ورکړی جبرا دریږی او د څو ورځو ژوندی پاتی کیدلو د پاره به یو بل وژنی نو په دی ډول به جهادی روحیه په قومی او مذهبی اوګوندی تعصباتو بدله شی او لکه د روسانو له وتلو وروسته به خلک له اسلامه هم فاصله ونیسی . استعمار به ټولو اړخونو ته وسله او شاباسی ورکوی تر څو چه خلک بیا د امریکا یانو په ارمان شی لکه مخکی چه د روسانو د راتګ په هیله وو استعمار فکر کوی چه هغه وخت به مو اقتصاد هم ښه شوی وی دوباره به راشو یا به دا هیواد سره وویشو او یا به خپله خاوره ورته ووایو دا د دوی د ناکامیو د دوری اخری هیله او له روسانو یی زده کړه کړی ده مګر داچه الله ج بیا څه کوی په هغه لوی ذات د دوی زور نه رسیږی دا دی عراق هم دلاسه ورکوی همداسی به افغانستان هم دلاسه ورکړی انشالله .

که دا هغه وخت نه وی چه دجال راغلی او یا د راتګ په حال کی وی ، که مجاهدینو خپل ایمان له لاسه نه وی ورکړی ، که مسلمانان اوس هم په دی باور لری چه تر الله ج بل قدرت په نړی کی شتون نه لری چه مونږ ورته د بندګی سر ښکته کړو نو بیا د کفارو دغه پلان هم خوب او خیال او د اوبو د زګ په شان دی االله ج مومنانو سره ژمنه کوی فرمایی چه ( انتم الاعلون ان کنتم مومنون ) تاسی بریالی یاست که تاسی مومنان یاست ، یعنی د مجاهدینو د بریاوو د پاره یی یواځی او یواځی ایمان شرط ټاکلی ، وسلی ، پیسی او وسیلی یی نه دی یادی کړی ، مګر تر هغی چه مونږ ګورو مجاهدین الحمدلله اوچت مورال او ایمان لری، نو دایی د بریاوو نښی هم دی الله ج دی ورسره ملګری شی .

نړیوال کفر د مسلمانانو په مقابل کی سره یو لاس او یوه خوله دی ۵۰ کفری هیوادونو زمونږ په هیواد یرغل کړی خو که د چچنیا ، بزنیا ، عربی و ترکیه اونورو مجاهدین چیری ولیدل شی دوی سمدلاسه وایی ګوره القاعده ده القاعده ده او زمونږ د بی ضمیرو ، ملحدو نیکتایی فروشو ایزمیانو په واسطه یی د استعمار په میدیا کی تبلیغوی ، په داسی حال کی چه د هر هیواد مسلمانان هر چیری جنګیدلی شی مسلمانان یوآځی په جغرافیاوی پولو تکیه نه لری اسلامی پوله ( کلیمه طیبه ) ده هرچیری چه دا کلیمه ویل کیږی هغه اسلامی خاوره زمونږ هم سنګره او زمونږ ورونه دی .

ومن الله التوفیق

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x