نړۍ

د فرانسې ولسمشر پر کرونا ويروس اخته شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون پر کرونا ويروس اخته شوی دی.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتوتي دفتر ويلي، چې په ولسمشر ماکرون کې د کرونا نښې موندل شوې وې او وروسته يې معايناتو کې کرونا ویروس مثبت راغلی دی.

فرانسوي رسنۍ وايي، چې ولسمشر ايمانويل ماکرون به د يوې اونۍ لپاره په خپل کور کې قرنطين وي او له هغه ځایه به حکومتي چارې پر مخ بيايي.

فرانسه کې د کرونا ويروس دوهمې څپې له امله تر دې دمه له دوو ميليونو زيات خلک په کرونا اخته شوي او نږدې شپېته زره کسان ترې مړه شوي دي.

له تېر اکتوبر راهيسې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په ټوله فرانسه کې له اړتيا پرته د خلکو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.

د اکتوبر په وروستيو کې ولسمشر ماکرون خلکو ته ويلي و، چې يوازې د سختو اړتياوو پر مهال د پوليسو په اجازه له کوره وتلی شي.

نوموړي لا دوه مياشتې مخکې اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د کرونا دوهمه څپه به تر لومړۍ هغې خطرناکه وي.

د فرانسې سربېره جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو هم د کرونا ويروس خپرېدو له وېرې نوي بنديزونه لګولي، چې مخې به يې هوټلونه، جيمونه او د ډرامو ستر هالونه بنديږي.

په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د شپې په ګرځېدو بشپړ بنديز دی، چې په دې کې د فرانسې ۴۶ ميليونه ولسونه هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د مسلمانان تری محافظت کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x