افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله: د مذاکراتو په جریان کې باید د جګړې کچه راټيته کړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، مذاکرات یوه خاص پړاو ته رسېدلي او د افغانستان خلګ تمه لري، چې د خبرو په دوران کې د جګړې د شدت کچه راټيته کړل شي.

عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې «د سولې پروسه کې د ښځو ونډه» تر نامه لاندې رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې مذاکرات یوه حساس پړاو ته رسېدلي؛ نو ځکه د کابل مذاکراتي ټيم دا اړینه وبلله چې هیواد ته راشي او د راتلونکو پړاوونو په اړه سلا مشورې وکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان خلګ تمه لري، چې د خبرو په دوران کې د جګړې د شدت کچه په «محسوسېدونکي» ډول راټيټه کړل شي.

عبدالله ددې ترڅنګ پر ټاکل شوې نېټه د مذاکراتو پر بیا ځلې پيلېدو ټينګار وکړ او په خبره يې، په مذاکراتو کې يوه ورځ ځنډ هم د افغانستان د خلګو د رنځ او تکلیف د دوام په معنی دی.

د عبدالله په خبره، د طالب بندیانو له خلاصون سره تمه کېده چې طالبان به د مذاکراتو په جریان کې اوربند ومني؛ خو په خبره یې، دا تمه پوره نشوه.

د عبدالله له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د اجنډا په اړه تر لومړنیو بحثونو وروسته د اجنډا د موضوعاتو لستونه تبادله کړي او درې اوونیزه وقفه یې اخیستې ده.

د یو شمېر خبري سرچینو له قوله، د کابل مذاکراتي ټیم طالبانو ته د نورو موضوعاتو تر څنګ اوربند هم د بحث د لومړنیو موضوعاتو په لست کې وړاندیز کړی او طالبانو بیا د اسلامي نظام، ارضي تمامیت او نورو اړینو موضوعاتو د بحث وړاندیزونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx