افغانستان

رولا غني: ځیني کړۍ طالبان د اسلامي نظام حاکمولو ته هڅوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» مېرمن «رولا غني» وایي، یو شمېر کړۍ طالبان هڅوي څو د اوسني نظام پر ځای اسلامي نظام حاکم کړي.

رولا غني له ازادي راډيو سره په خپله تازه مرکه کې که څه هم د مشخصو خلکو نومونه نه دي یاد کړي؛ خو په خبره يې، داسې کړۍ شته چې طالبان د اسلامي نظام (هغه چې طالبان ورته تعریف لري) حاکمولو او د اوسني نظام پرځولو ته هڅوي.

نوموړې وړاندې طالبان تورن کړي، چې په حکومتولۍ نه پوهېږي او ادعا یې کړې، چې که د حکومت واګې ترلاسه کړي، سمبالولی یې نشي.

رولا ددې تر څنګ مؤقت حکومت خطرناک بللی او اندېښنه يې ښودلې، چې ددې ډول حکومت په راتګ سره نوولس کلنې لاسته راوړنې او اساسي قانون (چې د ښځو ملاتړ پکې شته) له منځه ځي.

رولا چې د لبنان په امریکایي پوهنتون کې د اشرف غني ټولګیواله پاتې شوې او د مذهب په اړه یې لا هم شکونه پر ځای پاتې دي؛ د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» يې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړې د افغانانو له عاداتو او اسلامي ارزښتونو سره بلده نه ده او په دې برخه کې غیرمسئولانه څرګندونې کوي.

د رولا له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې مذاکرات شروع شوي او د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيمونو د خبرو لړۍ را پيل کړې.

د یو شمېر خبري سرچینو په حواله، طالبانو د کابل مذاکرتي ټیم ته وړاندیز کړی چې د اسلامي نظام د جوړښت په اړه بحثونه د اجنډا په لومړیو موضوعاتو کې شامل کړي او په مقابل کې يې د کابل ټيم د اوربند د موضوع د مطرح کېدلو غوښتنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

I like the way she is holding a glass of wine. If the Talib takes power and the Islamic system moves forward then who would drink a glass of wine

But Ms. Ghanni can go back to the states to drink there

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط داسي معلوميږي چي د اشرف غني ميرمن رولاغني چي لبنا ن الاصله عيسوي ده ، د افغانستان د تاريخ څخه نا اشنأ ده . دي لره زوړ تاريخ نه ور په يادوم ، ددې نژدي تاريخ خبره ورته کوم . افغان ولس د خلق پرچم کمونستانو او دروسانو په وړاندي د جهاد چيغه د اسلامي نظام د قيام لپاره را ويستل او دهم دي هدف او مرام لپاره يي زيات وکم يو نپم ميلون شهيدان ورکړل او تر پنځه ميلونه مهاجرين چي د رولا خسرګنئ هم په دي مهاجرو کي شامله وه ، نن چي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

یوه خارج النسله او بی دینه سکولریسته عیسیاڼی او د داسی هیواد د نظام تعینولو یا نظام ارزونه کوی چه سل سلنه خلک یی نه یواځی مسلمانان بلکه مجاهدین دی، په دی اړه به تبصره اوږده شی ښه به دا وی چه پاتی معلومات په مستقله لیکنه کی ځای په ځای کړم مننه

طوطی

رنګ دی ورک شه دا خو ښه خبره ده ستا سر به در پټ کړی. هغه اسلامی نظام چی هغه کی زما عقیده، وحدت، اقتصادی رشد او ترقی راځی الله دی زر راولی. خو نه هغه اسلامی نظام چی خلک په زوره مسجد ته بوځی، پر خلکو د جنوب غرب د حوزی فرهنګ پر زوره تطبیق شی او خلک په خاطر د ږیری پریښودو ووهل شی. اسلام نظامی باید د دعوت او منطق له لارې د دنیا د حالاتو سره په مطابقت کی رامنځ ته شی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx