افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا لوی درستیز دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د پوځ لوی درستیز «مارک میلي» دوحې ته تللی او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د افغانستان د سولې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د اسوشيټيډ پریس خبري اژانس د راپور په حواله، جنرال مارک میلي د سې شنبې په ورځ دوحې ته تللی، هلته یې د طالبانو د مذاکراتي ټیم له غړو سره دوه ساعته اوږده ناسته کړې او له هماغه ځایه د کابل په لورې خوځېدلی.

امریکایي او طالب چارواکو که څه هم د میلي او مذاکراتي ټيم د غړو تر منځ د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ارګ وایي، مارک میلي تېره ورځ ماځیګر مهال په ارګ کې له اشرف غني سره لیدلي او د افغانستان د سولې پروسې په اړه ورسره غږېدلی.

د ارګ د خبرپاڼې په بنسټ، دواړو لورو د جګړې د شدت د کموالي په اړه خبرې کړې دي او مارک میلي ډاډ ورکړی چې له دولتي عسکرو خپل ملاتړ روان ساتي.

د امریکا د لوی درستیز او طالب چارواکو تر منځ د لیدنې خبرونه داسې مهال دي، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي توتافق  په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او امریکا پلان لري د نوي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه (د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې) له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا لوی درستیز، د امریکا کوچنی درستیز ، ځانګړی استازی ، د امریکا خارجه وزیر، د ناتو مشر ، کابل کی د امریکا سفیر او یا جنرال مولر او یا د امریکا جمهور ریس ، یا د سی ای ای مشر او کشر کابل کی د غلامانو سره لیدلی او کله وایی د طالبانو سره یی دوحه کی او لا وایی د پاکستانی مشرانو سره یی په دی او هغه خبری کړی او داسی نور …. دا ټولی د دروازی دمخه خبری دی چه هر چیری تر سره کیږی او هغه کسان هم د هغه حکومت استازولی کوی چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx