نړۍ

ترکيې يو ځل بيا له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په نړيواله کچه پر اسرائيلو نيوکې کوونکي او د فلسطينيانو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي د ترکيې مسلمان ولسمشر رجب طيب اردوګان يو ځل بيا پرېکړه کړې، چې له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړي.

ترکيې په ۲۰۱۸ کال کې له اسرائيلو سره خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې وروسته تر هغه پرې کړې، چې اسرائيلو په غزه کې پر فلسطيني لاريونوالو ډزې وکړې.

دغه لاريونونه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې په توګه پېژندو په غبرګون کې شوي وو.

د ترکيې ولسمشر، چې په خپلو څرګندونو کې اسرائيل ترهګر او د فلسطیني ماشومانو قاتلين بولي، د کارپوهانو په اند يو ځل بيا ځان مجبور ګڼي، چې له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړي.

د څارونکو په اند ترکيه له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړول «حکمت او اړتيا» بولي.

ترکيې له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو رغولو پرېکړه پر ترکيې د امريکا له بنديزونو يوه ورځ وروسته اعلان کړې ده.

ترکيې له روسيې «ايس ۴۰۰» دفاعي توغندي پېرلي او امريکا پرې له همدې امله بندیزونه لګولي دي، چې له امله يې د واشنګټن او انقرې اړيکې ترينګلې شوي دي.

د امريکا له نوي حکومت سره د اړيکو رغولو لپاره چمتووالی

د اسرائيلو «ټايمز اف اسرائیل» ورځپاڼې ليکلي، له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو له لارې انقره غواړي، چې د سپينې ماڼۍ له راتلونکي حکومت سره خپلې اړيکې غښتلې کړي.

د اسرائيلو «ټايمز اف اسرائیل» ورځپاڼې ليکلي، له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو له لارې انقره غواړي، چې د سپينې ماڼۍ له راتلونکي حکومت سره خپلې اړيکې غښتلې کړي.

د اسرائيلو «يروشلم پوسټ» ورځپاڼې هم ليکلي، چې ترکيه له اسرائيلو سره د اړيکو جوړلو له لارې د امريکا له راتلونکي حکومت سره د اړيکو رغولو هڅه کوي او بل لور ته غواړي، چې اسرائيل له خپلو متحدينو يونان او متحده عربي اماراتو لرې کړي.

د منځني ختيځ د چارو کارپوهان هم وايي، چې ترکيې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو پرېکړه د سپينې ماڼۍ راتلونکې ادارې ته د نږدې کېدو او د مذاکراتو چانس پيدا کولو په موخه کړې او په عين حال کې غواړي، چې له څلور اړخيزو روانو فشارونو هم ځان وباسي.

يوه اسرائيلي کارپوه هريندر مشرا ويلي، چې د سيمې د حالاتو په رڼا کې ترکيې ځان منزوي بولي او له دې انزوا د وتلو لپاره شپه ورځ هڅې کوي.

ترکيه په بحیره احمر کې د ګازو او تېلو د موندلو په اړه له قبرص او يونان سره په لانجو اخته ده. متحده عربي امارات او فرانسه په دې لانجه کې د يونان پلوي کوي.

همدارنګه د سوريې او لیبيا په قضيه کې هم مصر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، فرانسه او روسيه له ترکيې سره مخالف دي.

د برتانيې په هات پوهنتون کې د منځني ختيځ د چارو کارپوه پروفسیر ډاکټر افتخار ملک وايي، ترکيه غواړي، د امريکا له راتلونکي ولسمشر جوبايډن سره خپلې اړيکې غښتلې کړي او له اسرائيلو سره اړيکې جوړول د دې کار لپاره اړينې بلل کيږي.

د پروفيسر افتخار ملک په وينا له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو له لارې اردوګان غواړي، د امريکا راتلونکې ادارې او ټولې نړۍ ته روښانه کړي، چې دوی بد خلک نه دي او له نړۍ سره ښې اړيکې غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx