
حسن روحاني: د بايډن له راتلو زيات د ترهګر ټرمپ په تګ ډېر خوښ يم
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، چې دی د ډيموکراټ ولسمشر جوبايډن له راتلو زيات د ترهګر ډونلډ ټرمپ په تګ ډېر خوښ دی.
روحاني د ایران کابينې ته د وينا پر مهال ډونلډ ټرمپ «ترهګر» یاد کړ او زياته يې کړه، چې د يوه قانون ضد امريکايي ولسمشر په تګ ډېر خوښ دی.
د ایران ولسمشر ويلي: «د جوبايډن په راتلو ډېره خوښي نه کوي، خو د ترهګر ټرمپ په تګ خوښ دی.»
د يادونې وړ ده، چې د تېر نومبر په ۳مه د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري پلوو نوماند ډونلډ ټرمپ ماتې خوړلې او ډيموکراټ جوبايډن دغه ټاکنې ګټلي دي.
د امريکا ټاکنيزو کالجونو وړمه ورځ جوبايډن د ۳۰۶ ټاکنيزو کالجونو د رايو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان کړ او د هغه سيال ټرمپ ۲۳۲ رايې اخيستې وې.
جوبايډن نه يوازې دا، چې له ټرمپ څخه يې ټاکنې ګټلي، بلکې له هغه يې اويا لکه زياتې رايې هم اخيستې دي.
که څه هم تر اوسه ټرمپ خپله ماتې نه ده منلې، خو په کانګريس کې د جمهوري پلوو سناتورانو ويلي، چې ځينې وخت بايد سړی د خپلې ماتې منلو ته تيار شي.
ټاکل شوې، چې جوبايډن او د هغه مرستياله کمالا هيريس به د راتلونکې جنورۍ په شلمه لوړه وکړي او تر هغه وروسته به خپله کابينه هم اعلان کړي.