ټولنیزه برخه

ډیش انتنونه او ویډیویي فلمونه

لیکنه: خالد الخضر
ژباړه: حسيب الله سجاد

په رښتیا سره چې ډیش انتنونه د ډېری نوو اختراعګانو غوندې لکه تلویزیون او رادیو او… عمل کوي. که چیرې یې تاوان پر ګټه لوړ شي او په هغه کې د فساد او ضرر واقع کېدل په ثبوت ورسي، یا دغه وسیله په حرامو سره وکتل شي او تاسې په حرامو کې واقع کړي، نو بیا طبعاً په همغه ډول چې علماو یې په حراموالي فتوی ورکړې ده له شک پرته چې حرامیږي.

نن ورځ د دغه شبکو حقیقت هر کوچني او لوی، عاقل او ناپوه ټولو ته معلوم دی. د فساد او حرامو شیانو په خپرولو کې دومره وړاندې تللي چې اندازه یې نه لګي، نه یوازې دا بلکې د عقیدوي کږوالي رانیولې تر جنسي کږوالي او بې‌لارۍ چې زموږ د موضوع اصلي محور دی پیل کړی او د دروغجنې آزادۍ په پلمه د دین، حیا او شرم څخه لرې پاتې دي او دا هرڅه یې له لاسه ورکړي دي، څه خو لا دا چې د هغه کسانو لپاره پکښې هم ځواب دی چې په دغه دردوونکي حقیقت خپلې سترګې پټوي او د پرمختګ او تمدن په دروغجن ټینګار ورته بهانې جوړوي.

دا ممکنه نه ده چې دغه شبکې دې په خپلو اعلاناتو کې د ښځې انځور ونه کاروي، هغه هم هغه ډول انځورونه چې سوچه بربنډ او موخه یې د لیدونکو او مشتریانو جذب او توجه وي.

تر ټولو دردونکې مسئله بیا دا ده چې د ډېری مسلمانانو پر وړاندې دا طبیعي او معمولي خبره ده چې د تلویزیون د پردې ویندویانې او وړاندې کوونکو ښځو ته کتل ورته حرام نه ښکاره کيږي، په داسې حال کې دغه ښځې یا بربنډې دي یا یې تنګ، نازک، چسپ او لنډ لباس په تن وي او په دغه لباس کې یې د ناز او نخرو او د حیا او پاک لمنۍ د لمنځه وړونکو وسایلو څخه کار اخیستی وي او دغه خبره یوازې د سړو په حق کې نه ده بلکې د ښځو لپاره هم یو شیطاني جال ګرځېدلې او دښمنانو یې د کمزوري ټکي څخه ګټه پورته کړې ترڅو یې د عاطفي احساس څخه استفاده وکړي. له دغه ډول لارو دښمنان د یوې داسې وسلې په توګه کار اخلي (د عاشقانه کیسو په خپرولو او یا د سړیو د عورت په وړاندې کولو په بېلا بېلو لارو لکه فلم، سریال او هغه هم هغه سریالونه چې په کفري هېوادونو کې د هغوی د کلتور او فرهنګ مطابق چې هېڅ د اسلامي ټولنې د کلتور سره اړخ نه لګوي جوړ شوي وي وړاندې کوي چې دا حقیقت ټولو ته منونکی دی چې هېڅ عاقل سترګې ورباندې نشي پټولی) د دغه واقعیت څخه د لا خبرتیا په هیله به تاسې ته یوه کیسه وړاندې کړم چې یوه پنځه کلنه ماشومه پکښې څه ډول غبرګون ښيي… دغه انجلۍ په بېړه سره د پلار لور ته ولاړه، په داسې حال کې چې پر مخ یې د حیرانتیا نښې له ورایه ښکارېدې، چیغه یې وکړه او پلار ته یې وویل: پلاره… پلاره… راشه پلاره هغې ښځې ته وګوره چې په تلویزیون کې ښکاري! په کوڅه کې روانه ده او یوه نرۍ تکه یې پرځان ده نوره ټوله بربنډه ده او سړي هم هغه ته ګوري. آیا هغه مسلمانه ده؟

پلار یې په چټکۍ سره ورته وویل: نه هغه کافره ده. برعکس چې دا منظره د یوه عربي تلویزیون له پردې څخه خپریدله.

په دغه وخت کې هغه د برښنا په ډول دویمه پوښتنه وکړه: که کافره ده نو ولې دغه سړي چې هغې ته ګوري حیا نه کوي؟ آیا هر څوک د هغه په شان کېدی شي؟ او نور سوالونه چې د دې باعث شول. غیرتي پلار یې تلویزیون او دغه لعنتي وسیله له کوره لرې کړي (او خپل کور ترې پاک کړي).

دا د هغه انجلۍ کیسه ده چې پلار یې غواړي په هغه کې د اسلامي تربیې او روزنې مطابق د دین او پاک لمنۍ زړي وکړي؛ خو کله چې هغه دیش انتن کور ته راوړي هغه څه یې چې په کې کرلي په څو ثانیو کې د هغه له فکر څخه وباسي، نو په همدې اساس په داسې حالاتو کې به د هغه ځوانانو حالت څنګه وي چې نوې ځوانۍ ته رسیدلي وي او دوی هر ډول فساد، جنسي پارونې او نور ورته مسایل په خپلو سترګو ویني، د دوی غبرګون به څه وي؟ دننه پایلې به یې د بهرنیو پایلو مخکې څه وي؟ د عقل خاوندان او هغه چاته چې امر شوی خپل ځان او کورنۍ له هغه اور څخه وساتي چې خس او خشاک یې همدغه بدکاره خلک او تیږي دي له دغه ډول وسایلو څخه منعه کړي.

په غرب کې هم کله چې د دغه شبکو څخه د خپریدونکو بې‌لاریو اوسط لوړ شو او لویې اغیزیې لکه بې‌لارۍ، د سرک سر حرامیان، د جنین سقط او قتل، روږدیوالی، مړاویتوب، ژور خپګان، ځان وژنه او تر ټولو خطرناک د ماشومانو په منځ کې ډول ډول فساد خپریدل، دغه خلکو په خپله ولیدلې نو له دغه حالت څخه سخت په وېره کې شول او د اصلاح په لټه کې شول ترڅو دغه غلط وضعیت جبران کړي نو په خپلو بچیانو څارونکي شول او د ټولنیزو ډلو په شان یې ځانګړی وخت د دغه غلط حالت جبران ته ورکړ.

نو د حیرانتیا خبره نه ده چې غربي، کافره، بي دینه او ملحده کورنۍ چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان نه لري راپاڅیږي او د دغه ډول حالاتو په قابلو کولو کې یو بل ته لاس ورکوي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې د هغو شبکو بې‌لارې کوونکي سریالونه په عربي ژباړه کیږي او د اسلامي عربي هېواد له چا نیلونو مسلمان نسل ته خپریږي. بله جالبه دا ده چې په همدغه کفري شبکو کې یوه شبکه د عربي تلویزیون ځینې اسلامي سریالونه د کورنۍ او ټولنې اړوند هغوی ته یعنې په کفري هېواد کې وړاندې کوي ترڅو هغوی پرې د خپلې کورنۍ ساتنه وکړي.
په دغه حال کې هم ځینې مسلمانان په دې ټینګار کوي چې دغو شبکو ته اړتیا شته او د دوی په اصطلاح د دغه شبکو په تعقیبولو سره دوی پرمختګ کوي او که یې ونه ګوري نو وروسته به پاتې وي او ډېری ورڅخه دفاع هم کوي.

که ورته وویل شي چې د دغه پروګرامونو پرځای نور ګټور پروګرامونه تعقیب کړئ او دا حرام یوې خواته وغورځوئ نو دوی به ډول ډول هیلې او شیطاني بهانې درته وړاندې کړي. ځکه د دوی نفس د هغه څه په لټه کې دی چې دوی یې حقیقت پټوي، په ځانګړې توګه د دې ضمانت بیا څوک کولی شي چې د فساد په دغه شبکو کې د یوې شبکې په پیدا کولو او لټولو کې د نوي ځوانان او پېغلې نورو شبکو ته سر ورښکته نه کړي. کله چې دغه ځوانان د دغه فساد او اور بلوونکو شبکو ځینې صحنې ویني نور بیا طبیعي خبره ده چې تر پای پورې به یې تعقیبوي.

له بل پلوه ولې د دغه ډول عاقل او پوه سړي لرلید همدومره دی او بس؟ آیا دا هیله بیا کېدی شي چې ځوانان او پېغلې دې د ځوانۍ په پړاو کې چې یوازې هم وي هغه شهوت پاروونکې صحنې ونه ګوري او دوی د دې د ګټورو پروګرامونو پلټنه وکړي؟

په خپله دغه موضوع کې چې ځوانان او پېغلې د دغه صحنو په بدلولو او را بدلولو کې د زنا لور ته مخه کوي، چې د هغو څخه تر ټولو کوچنی ضرر یې دا دی چې دوی هېڅ ډول دیني او اخلاقي کړنو ته پابند نه دي او دغه شبکې دوی د حیوانیت د پارونې او جنسي سوچونو لور ته بیایي.

نو په همدې اساس کله چې سریالونه او تلویزیوني فلمونه دوی عشق، زړه بایلنې او لنډه غرۍ او کوڅه ډبۍ ته هڅوي نو د دغه بهرنیو فاسدو سریالونو حالت به څه وي؟

څه چې تېر شول د دغه شبکو اړوند هغه څه وو چې ټول حقیقت دی او دا د هغه اغیز یو څو صحنې وې چې د ټولنې په عادي خلکو کې څرګندیږي، نو هغه اغیزې چې د فحشا، بې‌دینۍ او استمنا (پټ عادت) په خپرولو کې په عام صورت تر سترګو کیږي څه دي؟ تر هغه وخته چې یو کس دغه ډول شبکې څاري نو د هغه د زهرو خوړلو باندې عادت کیږي چې بیا هېڅ درملنه کار نه ورکوي او تر ټولو خو بیا خطرناک حالت دا دی چې په دوی کې د حرامو کرکه ورو او په تدریج سره یې له ذهن څخه وځي، د دغه سریالونو او فلمونو تعقیبوونکي بیا له هرڅه ځان لرې کوي یوازې دغه فلمونه ګوري او بیا د دغه فلمونو سره ګډ ژوند کوي.

اخيستنه: «داسې پېغله او ځوان شه!» چاپ ته چمتو کتاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x