افغانستان

هرات کې ترافیکي پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هرات-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات د عامې روغتیا رییس «رفیق شیرزی» وایي، چې نن د جمعې په ورځ سهار مهال د هرات-کندهار پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په حدودو کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د شیرزي  په خبره، په وژل شویو پنځو کسانو کې درې نارینه او دوې ښځې او د شلو ټپيانو له ډلې درې ماشومان، شپږ مېرمنې او یوولس نارینه دي.

د عامې روغتیا رییس وايي، د پېښې له ځایه  ټول ټپيان روغتونونو ته رسول شوي.

که څه هم تر دې دمه د پېښې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو عموما  لوړ سرعت، د ترافيکي قوانینو نه مراعات کول او د لارو خرابوالی په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي، چې له امله یې هر کال زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx