واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

ملګري ملتونه او طالبان د مکتبونو په اړه یوې ستري موافقې ته سره ورسېدل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ملګرو ملتونو او طالب مشرانو موافقې کړېده چي ملګري ملتونه به د هغوی تر کنټرول لاندي سیمو کي په زرهاوو مکتبونه جوړ او فعاله کوي.

یونیسف به د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کي څه د پاسه څلور زره  غیري رسمي مکتبونه فعاله کړي. دا موافقه وروسته له څو میاشتو بحثونو وسوه. 

یونیسف وايي امید لري چي دا موافقه به ۱۲۰۰۰۰ ماشومان احتوا کړي. په افغانستان کي ۳،۷ میلونه ماشومان مکتب ته نه ځي، اکثره يې نجوني دي.

ویل کېږي چي دا لومړی ځل دی چي ملګري ملتونه او طالبان د تعلیم او تربیې په اړه یوې ستري موافقې ته سره رسېږي.

د دې موافقې پر اساس به امریکايي او برتانوي خېریه موسسات هغو مکتبونو ته معاشات او پیسې برابروي چي د خلګو په کورونو او نورو غیر رسمي ځایونو کي فعاله دي.

د افغانستان د چارو مشهوره ماهره، اشلي جکسن، وايي طالبان غواړي چي هم مکتبونه په خپلو سمیو کي فعاله کړي، هم بین المللي کومکونه ور جلب کړي، او هم خپلو خلګو دا وښيي چي طالبان د خپلو خلګو لپاره څه کوي.

اغلې جکسن وايي«دا چي هغوی د ملګرو ملتونو سره موافقې ته رسېدلي دي، دا واقعیت دا هم ښيي چي هغوی کولای سي د مهمو بین المللي موسساتو سره پر هغو لومړیتوبونو باندي موافقه وکړي چي د دوی په سیمو کي زیات ضرورت ورته سته.»

یونیسف د دې موافقې تود هرکلی وکړ. یونیسف وايی موږ غواړو چي دا ماشومان مکتب ولري، او تعلیم وکړي. یونیسف وايی طالبانو له دوی څخه غوښتي دي چي د دوی په سیمو کي مکتبونه فعاله سي. پدې مکتبونه کي د نجونو مکتبونه هم شامل دي.

د معلمانو معاشات به د بانک له لاري ورکول کېږي. 

منبع: د تلګراف 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زبردست خبر. اوس ماته لږ هیله پیدا شوه چی دا وطن انشاءالله په جوړیدو دی. کچیری د دغو مکتبونو کیفیت، د استادانو درسته پالنه او معنوی رشد ته په خاصه او ښه توګه توجه وشی، بیا د رغونی د پروژو احتمال هم ډیر زیاتیږی چی د طالبانو سیمو کی پکار واچول شی خو پدی شرط چی انجنییر په مرمی ونوشتل شی او ډاکټر هم په خاطر د ږیری بی آبرو نشی. داسی کارونه به سبب د دی شی چی د کابل اداره له سقوط سره مخامخ شی او پوه خلک، انجنییران، استادان، معلمین، ډاکټران دا ټول د طالبانو سیمو خواته… نور لوستل »

ابن جراح

مهم ټکی «بانک» دی. دوی غواړي چې د خپل غیر مشروع، سودي بانکي سیستم ریښې زمونږ په هیواد کې وساتي ترڅو هیڅکله سره او سپین زر (رښتینې پیسې) استعمال نکړو او اقتصادي خپلواکي ترلاسه نکړو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx